۰
سناتور لطف الله بابا:

د مالیې وزارت سرپرست وزیر فرعون دی

سی شنبه ۱۴ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۱۴:۰۴
ځینې سناتورانو د مشرانو جرګې د مخابراتو مواصلاتو کمېسیون ته د مالیې وزارت د سرپرست وزیر همایون قیومي پر نه حاضرېدو سخته نیوکه وکړه او هغه یې فرعون وباله.
د مالیې وزارت سرپرست وزیر فرعون دی
ځینې سناتورانو د مشرانو جرګې د مخابراتو مواصلاتو کمېسیون ته د مالیې وزارت د سرپرست وزیر همایون قیومي پر نه حاضرېدو سخته نیوکه وکړه او هغه یې فرعون وباله.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې مشرانو جرګې د نن غوندې ته د مالیې وزارت، د صنایع او سوداګرۍ وزارتونو او دغه راز د مرکزي بانک سرپرستان استجواب ته ورغوښتي و، خو دغه چارواکي غوندې ته حاضر نه شول.

په پارلماني چارواکو کې د دولت وزارت مشرانو جرګې ته ویلي، چې همایون قیومي او اجمل احدي له هېواده بهر دی او معینان یې کولی شي، چې د جرګې غونډې ته حاضر شي.

خو سناتورانو د معینانو له حضور سره موافقت ونه کړ او پرېکړه وشوه، چې یاد سرپرست وزیران به د جرګې یوې بلې غوندې ته استجواب کړي.

په ورته وخت کې یو شمېر سناتورانو د حکومتي چارواکو له خوا جرګې ته په نه حاضرېدو سختې نیوکې وکړې او ویې ویل، چې دوی تل د دغه چارواکو له نه ځواب ویولو سره مخ دي.

د مشرانو جرګې د مخابراتو او مواصلاتو د کمېسیون مشر لطف الله بابا په ځانګړي ډول د مالیې وزارت د سرپرست همایون قیومي نوم واخیست ویې ویل«د مالیې وزیر تر اوسه څو ځلې د کمېسیون ناستې ته راغوښتل شوی، خو هغه ځان ته فرعون وايي، او هېڅ وخت ځواب ویلو ته نه دی حاضر شوی.»

سناتور بابا د مالیې وزارت د اوسنی سرپرست وزیر په اړه زیاته کړه، چې هغه افغان نه دی او له همدې امله زیاتره وخت له هېواده بهر وي.

د هغه په وینا دغه وزیر نه یوازې چې جرګې ته نه حاضرېږي، بلکې کله چې سناتوران د ځینو ستونزو د حل په موخه وزارت ته هم ورشي، نه حاضرېږي، چې له سناتورانو سره و ویني.

دغه راز د مشرانو جرګې د داخلي امنیت او دفاعي چارو کمېسیون هم د چارواکو له نه حاضرېدو شکایت وکړ ویې ویل، چې څو ځلې یې امنیتي چارواکي د پوښتنو لپاره ورغوښتي خو هغوی نه دي حاضر شوي.

د دغه کمېسیون غړي کامل بیک حسنی وایي، دوی په تېرو دوه میاشتو کې دوه ځلې د پوځ مشر او د کورنیو چارو وزارت ارشد امنیتي معین د ځوابو لپاره ورغوښتي، ولې نه دي حاضر شوي.

جمهورخبري آژانس:عبدالله امیني
 
 
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي