۰

مالیې وزارت په ۹۸ کال کې له ۲ سوه میلیارد زیاتې افغانۍ مالیه راټوله کړې

شنبی ۱۹ دلو ۱۳۹۸ ساعت ۱۴:۲۱
د مالیې وزارت چارواکي وایي، دغه وزارت په ۱۳۹۸ کال کې له ۲۰۰ میلیارد زیاتې افغانۍ مالیات راټول کړي دي.
مالیې وزارت په ۹۸ کال کې له ۲ سوه میلیارد زیاتې افغانۍ مالیه راټوله کړې
د مالیې وزارت چارواکي وایي، دغه وزارت په ۱۳۹۸ کال کې له ۲۰۰ میلیارد زیاتې افغانۍ مالیات راټول کړي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د مالیې وزارت د عوایدو او ګمرکاتو سرپرست معین محمد عیسی قدرت نن شنبې د سلواغې ۱۹ مه کابل کې د یوې خبري ناستې پر مهال و ویل، چې د تېر کال په پرتله سږ کال د مالیاتو په راټولو کې ۱۰ سلنه زیاتوالی راغلی دی.

نوموړي زیاته کړې، چې یاد وزارت د فساد سره د مبارزې او مالیاتو په راټولو کې جدي او په پرېکنده توګه مبارزه کړې، تر څو هېواد پر ځان د بساینې لور ته ولاړ شي.

دی وایي، چې په دې برخه کې یې له خصوصي سکتور سره هم شه همغږي درلوده او توانېدلي، چې په کال ۱۳۹۸ کې له دوه سوه میلیارده زیاتې افغاني مالیات راټول کړي.

د هغه په وینا په مالیاتو راټولولو کې له فساد سره مبارزه د افغانستان د ټولو خلکو مسوولیت دی او له سوداګرۍ خونې یې وغوښتل، چې په دې برخه کې دوی هم له مالیې وزارت سره همغږی حرکت وکړي.

محمد عیسی قدرت په ګمرکاتو او لویو لارو کې د غیرقانوني مالیو اخیستنه خبره هم رد کړه ویې ویل، دوی په ګمرکاتو جدي څار لري او هڅه کوي، چې له خپل سریو مخینوی وکړي.

د مالیې وزارت د عوايي او ګمرکاتو سرپرست معین زیاته کړه، چې په ۱۳۹۸ کال د تېر کال په پرتله عوایدو کې ۱۳.۵ سلنه زیاتوالی راغلی دی.

خو د سوداګرۍ خونه بیا وايي لا هم په لویو لارو او ګمرکونو کې جدي ستونزې شته او له سوداګرو په غیرقانوني ډول پیسي اخستل کېږي.

د یادې خونې مرستیال خان جان الکوزی وایي، غیر قانوني او خپل سرې اخیستنې، د سوداګرو د ځان نه امنیت او د پانګونې لپاره د بنسټونو نشتوالی هغه څه دي، چې افغان سوداګر او پانګوال لا هم ورسره مخ دي.

جمهورخبري آژانس:محمد رقیب فیاض
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي