د تاجکستان امنیتي چارواکو تایید کړې، چې له ازبکستان سره پر پوله د دوی پر یوه پوسته وسله والو ترهګرو برید کړی او له سخت ځواب سره مخ شوی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې راپورونه وایي، مخ پټو وسله والو نن چهارشنبې د لړم ۱۵ مه د تاجکستان او ازبکستان تر منځ پر پوله د تاجکستان د امنیتي ځواکونو پر یوه پوسته برید کړی و، چې نښته رامنځ ته شوې ده.
د روسیې ریانووستي خبري آژانس هم د دې پخلی کړي، چې نن د تاجکستان د سرحدي ځواکونو سره جګړه کې ۱۵ داعشیان وژل شوي دی.
په دې خبر کې د تاجکستان د سرحدي ملي امنیت کمېټې د یوه چارواکي له قوله ویل شوي، ۲۰ تنه وسله والو د دوی پر امنیتي پوسته برید کړی وو.
دغه چارواکي چې نوم یې نه دی اخستل شوی ویلي، د هغه پنځو تنو څخه چې نیول شوي د پلټنو پر مهال جوته شوې، چې برید کوونکي کسان د داعش وسله والې ډلې غړي وو، خو دا یې نه دي ویلي، چې دا وسله وال د تاجکستان و که د بل هېواد.
ویل کېږي برید کوونکي ټول مخ پټي و او شرتوز له سیمې څخه د تاجکستان د قبادین په سیمه کې یې د سرحدي ځواکونو پر پوسته بریدونه پیل کړي وو.
د تاجکستان چارواکي دا هم تاییدوي، چې له ترهګرو سره په دې جګړه کې کې د پوستې یو سرحدي ساتونکی او یو بل د تاجکستان د کورنیو چارو وزارت کارکونکی وژل شوي دي.
د تاجکستان د کورنیو چارو وزارت ویلي، د عملیاتو په نتیجه کې پنځه برید کوونکي هم نیول شوي او دغه هغوی څلور موټر هم له منځه وړل شوي دی.
جمهورخبري آژانس:کابل