ملي دفاع وزارت وايي، لوګر ولایت کې د وسله والو طالبانو هغه قوماندان له دریو ملګرو سره یو ځای وژلی، چې درې ورځې وړاندې یې درې قاضیان په دغه ولایت کې شهیدان کړي وو.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې یاد وزارت نن یکشنبې د لړم ۱۹ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې افغان ځواکونو تېره ورځ ماښام مهال د لوګر ولایت په محمدآغې ولسوالۍ کې پر طالبانو هوایي برید وکړ.
سرچینه زیاتوي، چې په دغه هوايي برید کې د طالبانو د یوه کلیدي قوماندان ویس الدین په ګډون څلور وسله وال طالبان و وژل شول.
په خبرپاڼه کې ویل شوي، قوماندان ویس الدین هغه کس و، چې درې ورځې وړاندې یې د پکتیا ولایت د استیناف محکمې درې تنه قاضیان چې کابل ته روان و، د لوګر ولایت په مربوطاتو کې په شهادت رسولي وو.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
باید و ویل شي، چې د پکتیا د استیناف محکمې درې تنه قاضیان او یو کارکوونکی د تېرې پنشنبې لړم ۱۶ مې په ورځ کابل ته روان و، چې د ګردیز – کابل پر لویه لار د لوګر ولایت اړوند سیمه کې د طالبانو له کمین سره مخ او شهیدان شول.
جمهورخبري آژانس:کابل