۰
سرچینې:

انس حقاني خوشی شوی او امریکايي استادان به نن خوشي شي

سی شنبه ۲۸ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۰۸:۳۳
ځینو سرچینو رسینو ته ویلي، چې د حقاني شبکې مهم غړی انس حقاني او دوه ملګري یې د بګرام له زندانه خوشي شوي او قطر ته رسېدلي دي.
انس حقاني خوشی شوی او امریکايي استادان به نن خوشي شي
ځینو سرچینو رسینو ته ویلي، چې د حقاني شبکې مهم غړی انس حقاني او دوه ملګري یې د بګرام له زندانه خوشي شوي او قطر ته رسېدلي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې سرچینې زیاتوي، چې انس حقاني، حاجي مالي خان او حافظ عبدالرشید پرون دوشنبې د لړم ۲۸ مه سهار له بګرام زندان څخه خوشي شوي دي.

دغه سرچینې زیاته کړې، چې انس حقاني او ملګري یې قطر ته رسېدلي خو هلته هم په کور کې نظر بند تر چې دوه امریکايي استادان راخوشي کړي.

ویل کېږي انس حقاني او ملګري یې تېره شپه اته نیمې بجې دوحې ته رسېدلي دي.

په ورته وخت کې ځینې نورې سرچینې وايي، چې له طالبانو سره د امریکايي پوهنتون برمته استادان به هم نن خوشي شي، خو ځینې بیا دايي دا استادان هم خوشي شوی، خو دا چې تبادله چېرته او څه ډول شوې معلومات نشته.

افغان حکومت، طالبانو او امریکا تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د یادونې ده، چې د دوه امریکایي استادانو په بدل کې د انس حقاني او دوه ملګرو خوشي کېدو اعلان ولسمشر غني د تېرې اوونۍ د شنبې په ورځ وکړ.

ولسمشر و ویل، دغه درې مهم طالب بندیان د سولې لپاره د باور فضا رامنځ ته کولو، سولې مخامخ خبرو، تاوتریخوالي کمولو او دغه راز د امریکايي پوهنتون له دوه استادانو سره د بشري خواخوږۍ په موخه خوشي کوي.

تر دې وروسته داسې راپورونه خپاره شول، چې ګڼې طالب زندانیان خوشي شوي او قطر ته رسېدلي خو دوه ورځې وروسته داسې تایید شوی راپورونه ورکړل شول، چې دغه تبادلې صورت نه دی نیولی او د طالبانو بندیان بېرته بګرام ته بېول شوي دي.

د ولسمشر ماڼۍ ویاند صدیق صدیقي هغه مهال و ویل، چې طالبانو خپل شرایط پوره نه کړل نو ځکه انس حقاني او ملګري یې بېرته بګرام ته ولېږدول شول.

نوموړي دا هم ویلي و، چې افغان حکومت به پر دغه تبادلې له سره غور وکړي او دا خبره په کابل کې د امریکا سفیر جان باس هم کړې وه او د افغان حکومت د دریځ ملاتړ یې کړی وو.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي