۰
سرچینې:

اکثریت سیاسیون د سولې مذاکراتو کې د خپلو شخصي ګټو د تامین په لټه کې دي

یکشنبه ۸ جدی ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۵۷
د سولې له خبرو باخبر سرچینې وايي، اکثریت مطلق سیاسي ګوندونه، بنسټونه او سیاسیون له طالبانو سره د سولې مذاکراتو کې د خپلو شخصي کټو په لټه کې دي.
اکثریت سیاسیون د سولې مذاکراتو کې د خپلو شخصي ګټو د تامین په لټه کې دي
د سولې له خبرو باخبر سرچینې وايي، اکثریت مطلق سیاسي ګوندونه، بنسټونه او سیاسیون له طالبانو سره د سولې مذاکراتو کې د خپلو شخصي کټو په لټه کې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې سرچینې زیاتوي، دغه سیاسیون د دولت په رهبرۍ د سولې په مذاکراتو کې د خپلو ګټو د تامین کېدو زمینه نه ګوري، نو همدا لامل دی، چې په داخل کې د سولې په اړه یوه ملي اجماع نشته او نه هم جوړېدای شي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې دغه کار نه یوازې د بین الاافغاني خبرو د پیل او د حکومت له خوا د سولې مذاکراتي ټیم جوړولو په برخه کې ستونزې رامنځ ته کړې، بلکې په یوه ډول یې افغان حکومت هم کمزوری کړی دی.

سرچینه وایي، همدې ته په کتو سیاسیون هڅه کوي، چې په انفرادي توګه د سولې په مذاکراتو کې له طالبانو سره تفاهم وکړي او یا یې هم تفاهم کړی دی.

د سیاسي چارو کارپوه فضل الرحمان اوریا هم همدا خبره کوي او د سولې مذاکراتو کې داخلي اجماع نه رامنځ ته کېدو ته په اشارې وايي اکثریت احزاب، سیاسي شخصیتونه او ځینې بنسټونه په انفرادي توګه له طالبانو سره د تفاهم هڅه کوي.

ښاغلي اوریا جمهور خبري آژانس ته په مرکه کې و ویل«دغه ډلې د خپلو شخصي ګټو په خاطر په انفرادي توګه له طالبانو سره د تفاهم هڅه کړې او یا یې هم کوي او دا خپله د سولې د مذاکراتو لپاره یوې ملي اجماع د رامنځ ته کېدو په برخه کې ستر خنډ دی.»

دی وايي، دغه ډلې او سیاسیون ځکه د دولت په رهبرۍ او مالکیت د سولې مذاکراتو ته تن نه ورکوي، چې په دې صورت کې د دوی ګټې نه خوندي کېږي او که خوندي کېږي هم کمې به وي.

خو د سیاسي چارو بل کارپور او د ولسي جرګې پخوانی غړی ډاکتر محی الدین مهدي وایي، چې ځینې سیاسي ګوندونو د خپل شناخت او افکارو د تبادلې په خاطر له طالبانو سره خبرې کړې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د ولسمشر دوهم مرستیال سرور دانش هم دوه ورځې وړاندې په یوه غونډه کې د وینا پر مهال و ویل، چې سوله د هېواد لومړنۍ او اساسي غوښتنه ده، خو په خواشنۍ سره چې سیاسیون په دې برخه کې سره یوه خوله نه دي.

هغه د تل پاتې سولې لپاره ټینګار وکړ، چې سیاسیون تر خپلو شخصي ګټو ملي ګټې مهمې وبولې او د سولې لپاره سره یوه خوله او یو موتی شي، تر څو د بین الاافغانی خبرو له لارې جګړه پای ته ورسېږي.

ده و ویل«موږ د افغانستان حکومت له لوري ټینګار کوو چې لومړی باید د افغانانو په مالکیت او د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت په محوریت مذاکرات پیل شي. دویم دا چې هم مهاله دې اوربند هم وشي، خو له بده مرغه په هېواد دننه د سیاستوالو ترمنځ هم د سولې په اړه واحده نظر موجود نه دی او ورځ بلې ته اختلافونه او جنجالونو ته لمن وهل کېږي.»

د دانش دغه څرګندونې د سولې د عالي شورا د رییس محمد کریم خلیلي د وړمې ورځې او دغه راز د محمد یونس قانوني د تېرو ورځو خبرو ته چې ویلي یې و، حکومت غواړي د سولې خبرې انحصار کړي غبرګون کې وکړې.

د سولې عالي شورا رییس او د ثبات او همپالنې ټاکنیز ټیم ارشد غړي د تېرې پنشنبې په ورځ په یوه غونډه کې ویلي و، یوه خاصه کړۍ هڅه کوي، چې د سولې پروسه په خپل انحصار کې واخلي په داسې حال کې، چې طالبان چمتو نه دي، چې له اوسني دولت په ځانګړي ډول له جمهور رئیس غني سره مذاکرات وکړي.

هغه و ویل«سوله یوه ملي پروسه وبلله ده، ارګ نشي کولی چې هغه (سوله) په خپل انحصار کې راولي او د انحصار په روحیې موږ هیڅ‌کله سولې ته رسېدلی نشو.»

ښاغلي خلیلي دا هم زیاته کړه، چې افغان حکومت د دې قضیې یو لوری دی او اصلي اړخونه یې هغه سیاسي ډلې دي چې له طالبانو سره یې مخالفت درلود او ورسره په جګړه کې ښکیل وو.

دی وايي، که یو شمیر کسان وغواړي سوله په خپل انحصار کې راولي نو موږ به د سولې مخنیوی به وکړو.

خو د دولت جوړونکي ټیم لومړي مرستیال او د ملي امنیت پخواني رییس امرالله صالح د دغه ټیم په یوه غونډه کې ویلي و، چې دوی سولې ته کلک ژمن دي، خو سوله به د دولت په رهبرۍ او مالکیت وي، نه د سیاسي ډلو ټپلو.

د هغه په وینا که چېرې د سولې خبرې د سیاسي ډلو ټپلو له خوا پر مخ یووړل شي او دولت په کې رهبریت ونه لري، نو نه یوازې چې تل پاتې سوله به رانشي، بلکې هېواد به بېرته تېر تاریخ ته ستون کړي.

جمهورخبري آژانس:عبدالجلیل سروش
 
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي