۰
سرچینې:

د کوټې په چاودنه کې ګڼ طالب مشران او د آی اېس آی درې غړي وژل شوي

شنبی ۲۱ جدی ۱۳۹۸ ساعت ۰۸:۴۰
موثقو سرچینو رسنیو ته تایید کړې، چې تېره شپه د کوټې ښار په یوه مدرسه کې چاودنې ګڼ طالب مشران او د پاکستان د څارګرې ادارې آی اېس آی درې لوړ پوړي غړي وژلي دي.
د کوټې په چاودنه کې ګڼ طالب مشران او د آی اېس آی درې غړي وژل شوي
موثقو سرچینو رسنیو ته تایید کړې، چې تېره شپه د کوټې ښار په یوه مدرسه کې چاودنې ګڼ طالب مشران او د پاکستان د څارګرې ادارې آی اېس آی درې لوړ پوړي غړي وژلي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې تاند ویبپاڼې په یوه راپور کې لیکلي تېره شپه د کوټې ښار د اسحاق آباد په یوه مدرسه کې چاودنه شوې ده.

د سرچینې د معلوماتو له مخې په دغه مدرسه کې د طالبانو او آی اېس آی د مشرانو تر منځ یوه مهمه غونډه وه، چې چاودنه په کې شوې ده.

دغه سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط رسنیو ته ویلي، په دغه چاودنه کې د طالبانو قاضي القضات شیخ عبدالحکیم، د هغه ورول حاجي صوفي، د طالبانو د اقتصادي کمېسیون د مشر ورور ملا ظریف، حاجي محمد حلیم، ګلا اغا اخوند، حاجي احمد خان، د آی ایس آی ۳ لوړ پوړي افسران، د پولیسو ډي ایس پي او ځايي قومندان امان الله او د مخدره توکو یو شمېر قاچاقبر وژل شوي دي.

سرچینه زیاتوي، چې دا پېښه د طالبانو د خپل منځي اختلافاتو له امله شوې او په کې څو نور طالب مشران ټپیان شوي هم دي.

خو طالب ویاند قاري یوسف احمدي بیا دا راپورونه په کلکه رد کړي ویلي یې دي، د کوټې ښار په اسحاق آباد سیمه کې په یوه مسجد کې د لمانځه په مهال چاودنه شوې ده، خو دا چې طالب مشرانو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې واقعیت نه لري.

نوموړي زیاته کړې، چې په دغه چاودنه کې د اسلامي امارت اړوند هېڅ کوم مشر دغه جومات کې وجود نه درلود او نه هم دلته کومه غونډه وه.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي