۰

د ثبات او همپالنې ټیم ځینو کلیدو غړو دولت جووړنکي ټیم ته میلادن ښودلی

چهارشنبه ۲۹ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۰۸:۱۵
له ټاکنیزو تحولاتو باخبره سرچینې وایي، کېدای شي، د ثبات او همپالنې ټیم وپاشل شي او ځینې غړي یې له دولت جوړونکي ټیم سره یو ځای شي.
د ثبات او همپالنې ټیم ځینو کلیدو غړو دولت جووړنکي ټیم ته میلادن ښودلی
له ټاکنیزو تحولاتو باخبره سرچینې وایي، کېدای شي، د ثبات او همپالنې ټیم وپاشل شي او ځینې غړي یې له دولت جوړونکي ټیم سره یو ځای شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د سرچینې په وینا د ثبات او همپالنې ټیم ځینې کلیدي غړو دولت جووړنکي ټیم ته میلان ښودلی او هڅه کوي، له دغه ټیم سره یو ځای شي.

د ولسي جرګې پخواني غړي جعفر مهدوي په دې اړه جمهور خبري آژانس ته و ویل«د ثبات او همپالنې ټیم ځینې کلیدي غړي هڅه کوي، له دولت جوړونکي ټیم سره یو ځای شي.»

نوموړي زیاته کړه، له دولت جوړونکي ټیم سره د ثبات او همپالنې ټیم د کلیدي غړو د یو ځای کېدو احتمال وروسته له هغې زیات شوی، چې په ټاکنو کې دولت جوړونکی ټیم په ښه موقعیت کې قرار لري.

د سیاسي چارو کارپوه فضل الرحمن اوریا هم د دې خبرې پخلی وکړی، چې د ثبات او همپالنې ټیم ځینې غړي غواړي له دولت جوړونکي ټیم سره یو ځای شي.

دی وایي، د ثبات او همپالنې ټیم له ځینو کلیدي غړو څخه یوه تن چې تر ډېره له عبدالله عبدالله
هغه د دې پوښنتې په ځواب کې چې له محمد محقق او جنرال دوستم څخه کوم یوه یې له دولت جوړونکي ټیم سره خبرې کړې و ویل«له دوی دواړو (محمد محقق او جنرال دوستم) څخه یو تن له دولت جوړونکي ټیم سره خبرې کړې دي.»
سره وي او ځان د یوه قوم استازی بولي په همدې اړه له دولت جووړنکي ټیم سره خبرې کړې، خو د هغوی له خوا نه دی منل شوی.

که څه هم اوریا د ثبات او همپالنې ټیم د دغه کلیدي غړي نوم وانخیست خو له خبرو او نښو ویلو یې ښکاري، چې دغه کس له محمد محقق او جنرال عبدالرشید دوستم پرته بل څوک نه دی.

هغه د دې پوښنتې په ځواب کې چې له محمد محقق او جنرال دوستم څخه کوم یوه یې له دولت جوړونکي ټیم سره خبرې کړې و ویل«له دوی دواړو (محمد محقق او جنرال دوستم) څخه یو تن له دولت جوړونکي ټیم سره خبرې کړې دي.»

نوموړي و ویل، نه یوازې د ثبات او همګراۍۍ ټیم کلیدي غړو دولت جوړونکي ټیم ته میلان ښودلی، بلکې د دغه ټیم د مشرتابه د بې برنامه توب او کمزوری له امله د یاد ټیمو ځینو نورو غړي هم هڅه کوي، چې له دولت جووړنکي ټیم سره یو ځای شي.

دا په داسې حال کې ده، چې د ثبات او همپالنې ټیم دوه کلیدي غړو جنرال دوستم او محمد محقق سه شنبې د لړم ۲۸ مه په شبرغان ښار کې سره ولیدلي، د ټاکنو او سولې په اړه یې خبرې وکړې.

محمد محقق په خپلو خبرو کې د ټاکنو په اړه و ویل، چې دغه پروسه د انتخباتو د خپلواک کمېسیون له کنټرول څخه وتلې او که یې مخیوی ونه شي، بحران به رامنځ ته شي.

نوموړي په کابل کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه دفتر مشر تدامیچي یاماماتو هم په ټاکنو کې په لاس وهنې تورن کړ ویې ویل« هغه یو رشتوت خور او بې غرته انسان دی.»

جمهورخبري آژانس:عبدالجلیل سروش
 
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي