۰

د کندهار د امنیه قوماندانۍ د کشف او استخباراتو امر وژل شوی

یکشنبه ۳ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۱۶
سیمه ییز امنیتي چارواکي تاییدوي، چې د کندهار د امنیه قوماندانۍ د کشف او استخباراتو امر د وسله والو طالبانو په برید کې وژل شوی دی.
د کندهار د امنیه قوماندانۍ د کشف او استخباراتو امر وژل شوی
سیمه ییز امنیتي چارواکي تاییدوي، چې د کندهار د امنیه قوماندانۍ د کشف او استخباراتو امر د وسله والو طالبانو په برید کې وژل شوی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه پېښه پرون شنبې د لیندۍ ۲ مه ماښام مهال د کندهار ښار د لومړۍ حوزې په اړوند سیمه کې رامنځ ته شوې ده.

د کندهار د امنیه قوماندانۍ ویاند عبدالبصیر خاکسار وایي، د امنیه قوماندانۍ د کشف او استخباراتو امر دویم څارن محمد نبي له دندې څخه کور ته په لاره و چې د لومړۍ حوزې اړونده سیمه کې پر وسله والو طالبانو برید کړی دی.

نوموړي زیاته کړې، چې په دغه برید کې د امنیه قوماندانۍ د کشف او استخباراتو امر دویم څارن محمد نبي وژل شوی او برید کوونکي له سیمې په تېښته بریالي شوي دی.

د هغه په وینا د برید په تړاو تر اوسه څوک نه دي نیول شوي، خو د پولیسو له خوا پلټنې روانې دي.

تر اوسه د دغه پېښې مسوولیت هم چا پر غاړه نه دی اخیستی.

جمهورخبري آژانس:کندهار
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي