۰

کندهار پر بهرنیو ځواکونو چاودنه شوې ده

شنبی ۲۱ جدی ۱۳۹۸ ساعت ۱۴:۰۴
په کندهار ولایت کې د بهرنیو ځواکونو په یوه زغروال ټانګ چاودنه شوې، چې د مرګ ژوبلې په اړه یې ضد او نقیض راپورونه خپاره شوي دي.
کندهار پر بهرنیو ځواکونو چاودنه شوې ده
په کندهار ولایت کې د بهرنیو ځواکونو په یوه زغروال ټانګ چاودنه شوې، چې د مرګ ژوبلې په اړه یې ضد او نقیض راپورونه خپاره شوي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې پر بهرنیو ځواکونو دغه چاودنه نن شنبې د مرغومي ۲۱ مه سهار مهال د کندهار ولایت په ډنډ ولسوالۍ کې شوې ده.

په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ماموریت په یوه خبرپاڼه کې مني، چې پر سرتېرو یې کندهار کې د چسپکي ماین چاودنه شوې ده.

خبرپاڼه کې ویل شوي، چې دوی د پېښې د څرنګوالۍ په اړه پلټنې پیل کړې او جزیات به یې وروسته له رسنیو سره شریک کړای شي.

که څه هم بهرنیو د غوڅ ملاتړ ماموریت د مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویلي خو طالبانو د چاودنې مسوولیت اخیستی وايي، ټانګ یې له منځه وړی او په کې سپاره ټول سرتېري یې وژلي دي.

یوې امنیتي سرچینې بیا د نوم نه ښودلو په شرط ویلي، چې په دغه چاودنه کې بهرنیو سرتېرو ته زیان نه دی اوښتی، خو ټانګ یې زیانمن شوی دی.

جمهورخبري آژانس:کندهار
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي