۰

کندهار کې د سړک د غاړې ماین چاودنې ۱۰ تنو ته مرګ ژوبله واړوله

پنجشنبه ۲۳ اسد ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۴۸
سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، کندهار ولایت کې د سړک د غاړې په ماین چاودنه کې ۱۰ تنه ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
کندهار کې د سړک د غاړې ماین چاودنې ۱۰ تنو ته مرګ ژوبله واړوله
سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، کندهار ولایت کې د سړک د غاړې په ماین چاودنه کې ۱۰ تنه ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې چاودنه نن پنشنبې د زمري ۲۳ مه سهار وختي د کندهار ولایت په پنجوايي ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې ده.

د کندهار د پولیسو ویاند وایي، ماین د ولسي وګړو په یوه موټر چاودنه کړې، چې له امله یې ۴ ملکي وګړي وژل شوي او ۶ نور ټپیان شوي دي.

دی زیاتوي، چې ماین د طالبانو له لوري ځای پر ځای شوی وو، خو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د یادونې ده، چې په دې وروستیو کې په کندهار کې د سړک د غاړې ماین چاودنې زیاتې شوې، چې زیاته مرګ ژوبله یې هم ولسي وګړو ته اړولې ده.

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون هم د ماین چاودونو له امله د ملکي وګړو په مرګ ژوبله خواشني او اندېښنه ښودلې وه، او پر طالبانو یې غږ کړی و، چې ړندې ماین اېښودنې پرېږدي.

دغه راز یاد کمېسیون د جګړې په ټولو ښکېلو غاړو غږ کړی و، چې د ملکي وګړو ژوند ته جدي پاملرنه وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي