۰

افغان ځواکونو د هلمند د مارجې ولسوالۍ کلابندي ماته کړه

پنجشنبه ۷ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۰۸:۴۶
په سوېل لوېدیځ کې د پوځي چارواکی وايي، افغان ځواکونه واتونېدل، چې د وسله والو طالبانو له خوا د هلمند ولایت د مارجې ولسوالۍ ۴ کلنه کلابندي ماته او طالبان پر شاه وتمبوي.
افغان ځواکونو د هلمند د مارجې ولسوالۍ کلابندي ماته کړه
په سوېل لوېدیځ کې د پوځي چارواکی وايي، افغان ځواکونه واتونېدل، چې د وسله والو طالبانو له خوا د هلمند ولایت د مارجې ولسوالۍ ۴ کلنه کلابندي ماته او طالبان پر شاه وتمبوي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې په دغه زون کې د میوند قول اردو د لومړۍ لوا قوماندان جنرال حکم خان وایي، طالبانو له تېرو څلورو کلونو راهیسې مارجې ته غځېدلې لارې تړلې وې.

خو په وینا یې افغان ځواکونه وتوانېدل، چې له ګڼو سیمو طالبان په شاه کړي او د دغه ولسوالۍ څلور کلنې کلابندۍ ته د پای ټکی کېږدي.

نوموړي زیاته کړه، چې پخوا به افغان ځواکونو ته اکمالات د هوا له لارې کېدل، خو اوس د طالبان له هغو سیمو شړل شوي، چې پخوا یې ورکې مهم مرکزونه وو.

د میوند قول اردو د لومړۍ لوا قوماندان وایي، په دې عملیاتو کې تر اوسه پورې ۲۷ طالبان هم وژل شوي او ۷ نور ټپیان شوي دي.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی.

جمهورخبري آژانس:هلمند
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي