۰

امنیتي بنسټونو پر کرونا د افغان سرتېرو د لوړ شمېر اخته کېدو راپور رد کړ

چهارشنبه ۷ جوزا ۱۳۹۹ ساعت ۱۸:۱۲
افغان ځواکونو ګډه اعلامیه کې پر کرونا ویرس د افغان سرتېرو د لوړ شمېر اخته کېدو راپور په کلکه رد کړی او دا یې له حقیقته لرې وباله.
امنیتي بنسټونو پر کرونا د افغان سرتېرو د لوړ شمېر اخته کېدو  راپور رد کړ
افغان ځواکونو ګډه اعلامیه کې پر کرونا ویرس د افغان سرتېرو د لوړ شمېر اخته کېدو راپور په کلکه رد کړی او دا یې له حقیقته لرې وباله.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د افغان سرتېرو په لوړ شمېر په  کرونا ویروس د اخته کېدو راپور نیویارک ټایمز ورځپاڼې ورکړی و او ویلي یې وو، چې له همدې امله ټرمپ هڅه کوي ټول سرتېري له افغانستان څخه وباسي.

دغه ورځپاڼې ادعا کړې وه، چې د افغان سرتېرو ۵۰ سلنه سرتېري په کرونا ویروس اخته شوي دي، خو افغان ځواکونو دا راپور په کلکه رد کړ.

د افغان ځواکونو په ګډه اعلامیه کې راغلي، چې پر کرونا د افغان سرتېرو د دومره لوړ شمېر اخته کېدو راپور سم نه دی.

اعلامیه کې زیاته شوې، چې د پولیسو په لیکو او جزوتامونو کې د کرونا ویروس وقایوي سپارښتنو په عملي کېدو سره پر یاده ناروغي د اخته کسانو شمېر په تر ټولو ټیټه کچه کې دی.

خبرپاڼه وايي، افغان ځواکونه په دوامداره توګه له غوڅ ملاتړ ماموریت سره هم په اړیکه کې دي او په بیلابیلو برخو کې د دواړو لوریو ترمنځ هر اړخیزه همکاري دوام لري.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي