۰

پکتیا او کندهار کې هم افغان پوځ تمرینات کړي

یکشنبه ۲۶ اسد ۱۳۹۹ ساعت ۱۳:۴۰
تر ننګرهار وروسته افغان ځواکونو په پکتیا او کندهار ولایتونو کې هم ډېورنډ فرضي کرښې ته څېرمه پوځي تمرینات کړي دي.
پکتیا او کندهار کې هم افغان پوځ تمرینات کړي
تر ننګرهار وروسته افغان ځواکونو په پکتیا او کندهار ولایتونو کې هم ډېورنډ فرضي کرښې ته څېرمه پوځي تمرینات کړي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه تمرینات نن او پرون شنبې د زمري ۲۵ مه تر سره شوي، چې په کې، پلیو، کمانډو، ضربتي، پوله ساتو او خوايي ځواکونو برخه درلوده.

پکتیا کې پوځي تمرینات د دغه ولایت د اریوب ځاځي ولسوالۍ اړوند د مڼې جبې په سیمه کې تر سره شوي دي، چې پر مهال یې د د وسله وال پوځ د ستر درستيز درستيزوال ډګر جنرال حبيب حصاري، د ۲۰۳ تندر قول اردو تورنجنرال ارکان حرب خان الله شجاع او د ملي دفاع وزارت يو شمېر نورو جنرالانو او آفسرانو هم حضور درلود.

د تمریناتو د مراسمو پر مهال ډګرجنرال حبيب حصاري و ویل، چې د افغان امنيتي ځواګونو ګډ تمرينات د افغاستان دوستانو او دښمنانو ته پيغام لري.

بل خوا د افغانستان د ملي امنیت شورا ویاند جاوید فیصل پر خپل ټوېټر پاڼه د یوې ویډیو په خپرولو سره ویلي، افغان امنیتي ځواکونو د کندهار په سپین بولدک ولسوالۍ کې د لوی اختر په شپه په سپین بولدک کې د پاکستان لخوا د شهید شوو افغان سرتیرو په نوم پوځي تمرینات تر سره کړل.

 د ملي دفاع وزارت د معلوماتو له مخې په دغه تمریناتو کې هوايي او ځمکنی ځواک برخه لري.

چارواکي وایي، د دې تمریناتو موخه دا ده چې په سیمه کې د غیر قانوني اقداماتو پر وړاندې تیاری ونیسي او د احتمالي خطر پر وړاندې چمتو وي.

تر دې يوه ورځ مخکې د افغانستان ملي دفاع وزات د ننګرهار په ګوشتې ولسوالۍ کې ډيورنډ کرښې ته نږدې د افغان ملي امنيتي او دفاعي ځواکونو د ګډو نظامي تطبيقاتو د ترسره کيدو خبر ورکړ و.

افغانستان د وسله وال پوځ لوی درستیځ جنرال محمد یاسین ضیاء د دغه نظامي تطبیقاتو څخه د لیدنې پرمهال ویلي چې افغان دفاعي او امنیتي ځواکونه مسلکي او جنګي لوړ ظرفیت لري.

ښاغلي ضیاء ویلي و چې افغان دفاعي ملي امنیتي ځواکونه د ځمکنۍ بشپړتیا او بهرني او داخلي دښمانانو په وړاندې په خپلواکه توګه دفاع کولای شي.

جمهورخبري آژانس:کندهار
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي