۰

د غزني د ګېرو ولسوال له بمي چاودنې روغ وتلی دی

دوشنبه ۱۱ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۰۸:۴۸
د غزني ولایت د ګېرو ولسوالۍ پر ولسوال بمي چاودنه شوې خو دی ترې روغ رمټ وتلی او هېچا ته په کې زیان نه دی اوښتی.
د غزني د ګېرو ولسوال له بمي چاودنې روغ وتلی دی
د غزني ولایت د ګېرو ولسوالۍ پر ولسوال بمي چاودنه شوې خو دی ترې روغ رمټ وتلی او هېچا ته په کې زیان نه دی اوښتی.

د جمهورخبري آژانس د خبر له مخې دغه پېښه پرون یکشنبې د لیندۍ ۱۰ مه ماښام د غزني ښار په پښتون آباد سیمه کې رامنځ ته شوې  ده.

د ګېرو ولسوال محمد ابراهیم حلیم روحاني تاييد کړه چې له کوره بازر ته د سودا کولو لپاره روان و، چې په لار کې بمي چاودنه پرې وشوه.

نوموړي زیاته کړه، چې په چاودنه کې نه ده ته او نه هم بل چا ته زیان اوښتی، خو په وینا یې  موټر یې له منځه تللی دي.

دی وايي، ګمان کوي، چې چاودېدونکي توکو له وړاندې د لارې پر سر په یوه زړه باغچه کې ځای پر ځای کړل شوي وو.

تر اوسه د دغه چاودنې په اړه کومې وسله والې  ډلې څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس: غزني
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي