۰

د غزني د شهیدانو او معلولینو چارو آمر وژل شوی دی

سی شنبه ۱۹ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۱۳:۳۲
سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې د غزني ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو امر د وسله والو کسانو په برید کې وژل شوی دی.
د غزني د شهیدانو او معلولینو چارو آمر وژل شوی دی
سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې د غزني ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو امر د وسله والو کسانو په برید کې وژل شوی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د غزني د والي ویاند محمد عارف نوري وايي، دغه پېښه نن سه شنبې د لیندۍ ۱۹ مه سهار مهال د غزني ښار په درېیم پلان سیمه کې رامنځ ته شوې.

نوموړي زیاته کړه، چې وسله والو کسانو په یاده سیمه کې  د غزني د شهیدانو او معلولینو په سرپرست امر نصرالله سیاسي باندې د بې  غږه تومانچې ډزې کړې او وژلی یې دي.

د غزني د والي ویاند زیاتوي، چې وسله وال تر برید وروسته له سیمې په تېښته بریالي شوی، خو امنیتي ځواکونه یې د نیولو په لټه کې دي.

تر اوسه د دغه وژنې مسوولیت چا نه دی اخیستی.
 
جمهورخبري آژانس:غزني
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي