۰

امریکا له طالبانو سره د سولې خبرو د بیا پیلولو اعلان وکړ

پنجشنبه ۱۴ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۱۳:۵۴
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې له طالبانو سره د سولې د خبرو د بیا پیلولو اعلان وکړ.
امریکا له طالبانو سره د سولې خبرو د بیا پیلولو اعلان وکړ
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې له طالبانو سره د سولې د خبرو د بیا پیلولو اعلان وکړ.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، خلیلزاد به ډېر ژر قطر ته سفر وکړي، چې له طالب استازو سره وگوري او د سولې د يوه تړون لپاره خبرې له سره پيل کړي.

دا خبرپاڼه چې افغانستان ته د خلیلزاد له راتګ لږ وروسته خپره شوې په کې راغلي، زلمی خلیلزاد له طالبانو سره بیا خبرې پیلوي تر ځو له طالبانو سره په افغاني مذاکراتو او اوربند یا هم د تاوتریخوالي د راکمولو پر سر هوکړې ته ورسېږي.

دا په داسې حال کې ده چې زلمی خلیلزاد تېره ورځ کابل ته راغلی او له ولسمشر غني وروسته یې له عبدالله عبدالله او نورو سیاستوالو سره لیدنې کړې دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي