۰

ارګ: نوماندان نشي کولی د ټاکنو پایلې په خپله خوښه برابره کړې

شنبی ۱۶ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۰۸
ارګ د نوماندانو شورا او ځینو نوماندانو له خوا اعتراضونو ته په غبرګون کې ویلي، دوی نه شي کولی، چې د ټاکنو پایلې په خپله خوښه او سلیقه برابرې کړي.
ارګ: نوماندان نشي کولی د ټاکنو پایلې په خپله خوښه برابره کړې
ارګ د نوماندانو شورا او ځینو نوماندانو له خوا اعتراضونو ته په غبرګون کې ویلي، دوی نه شي کولی، چې د ټاکنو پایلې په خپله خوښه او سلیقه برابرې کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د نوماندانو شورا تېره اوونۍ کابل کې د یوې خبري غونډې پر مهال و ویل، چې ټاکنې له خپل اصلي مسیر څخه اوښتې او باید کډ یا مشارکتي نظام رامنځ ته شي.

تر دې وروسته د ولسمشرۍ یو بل نوماند او د همدې شورا غړي رحمت الله نبیل هم په یوه خبري کنفرانس کې ټاکنې له درغلیو ډګې او له اصلي لارې اوښتې وبللې او د مصالحې د حکومت جوړېدو غوښتنه یې وکړه.

تر نبیل وروسته د ولسمشرۍ  یو بل نوماند ګلبدین حکمتیار هم پرون کابل کې لاریون وکړ او د موقت حکومت د جوړېدو غوښتنه یې وکړه.

خو ارګ دغه ټولو اعتراضونو ته په غبرګون کې وايي، نوماندان دې د ټاکنو له اصولو او قواعدو سر نه غړوي او نه شي کېدای، چې د ټاکنو پایلې  د خپلې  خوښې او سلیقې برابر کړي.

د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې د ولسمشرۍ نوماندان دې د ټاکنو اصول او قواعد عملي کړي.

د هغه په وینا، نوماندان د ټاکنو د بهیر په جریان کې نه شي کولی چې پایلې په خپله خوښه او سلیقه برابرې کړي.

نوموړي ویلي په ټاکنو کې د افغان حکومت په بې پرې توب افغان ولس او نړیوالې ټولنې هم اعتراف کړی او دا د افغانستان په سیاسي تاریخ کې لومړی ځل و، چې د ټاکنو کمېسیون کمېشنران د ولسمشرۍ د نوماندانو له خوا په خپله ټاکل کېږي نو دې ته په کټو انتخاباتي ټکټونو مشران اړ دي، چې د ټاکنو قانون او اصولو ته غاړه کېږدي.

 د صدیقي په خبره، ولسمشر غني چې د ولسمشرۍ نوماند هم دی د اساسي او د ټاکنو د قانون له مخې ټولو قاعدو او اصولو ته ژمن دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي