افغان ولسمشر محمد اشرف غني د اسیا زړه –استانبول پروسې د اتم کنفرانس په څنډه کې د جنوبي او مرکزي اسیا په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له مرستیالې آلیس ویلز سره کتلي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې په دغه کتنه کې دواړو لورو د سولې او سیمه ییز اتصال تر څنګ پر یو لړ نورو موضوعاتو هم خبرې کړې دي.
ولسمشر غني د حکومت د سولې اووه مادیز پلان ته په نغوتې ویلي، سوله د حکومت لومړیتوب او د افغانستان د خلکو اساسي غوښتنه ده.
ښاغلي غني په ټینګار سره و ویل، چې دوی د سولې د داسې مذاکراتو په هڅه کې دي، چې په پایله کې یې په واقعي مانا جنګ پای ته ورسېږي او تلپاتې سوله ټینګه شي.
ولسمشر د افغانستان او پاکستان ترمنځ د مناسباتو د لا ښه والي او د سیمه ییز اتصال او همکاریو د هڅونې په برخه کې د امریکا متحدو ایالتونو رول ارزښتناک وباله.
د هغه په وینا افغانستان د سیمې د څلور لارې په توګه په سیمه ییز اتصال او همکاریو کې د پاکستان په ګډون د سیمې د ټولو هیوادونو د فعال ګډون غوښتونکی دی.
په ورته وخت کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې آلیس ویلز ویلي،امریکا هم د تلپاتې سولې لپاره د افغان حکومت او خلکو تر څنګ ولاړه او په دې برخه کې هر ډول همکارۍ ته چمتو ده.
جمهورآژانس:کابل