۰
واشنګټن پوسټ:

امریکايي چارواکو د افغان جګړې په اړه ناسم او تېر ایستونکي معلومات ورکړي

سی شنبه ۱۹ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۴۰
واشنګټن پوست ورځپاڼه وايي، امریکايي چارواکو افغانستان کې د ۱۸ کلنې جګړې په اړه ناسم او تېر ایستونکي معلومات ورکړي او خپله ناکامي یې پټه ساتلې ده.
امریکايي چارواکو د افغان جګړې په اړه ناسم او تېر ایستونکي معلومات ورکړي
واشنګټن پوست ورځپاڼه وايي، امریکايي چارواکو افغانستان کې د ۱۸ کلنې جګړې په اړه ناسم او تېر ایستونکي معلومات ورکړي او خپله ناکامي یې پټه ساتلې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې واشتګن پوست دغه څرګندونې په یو لړ خپرو کړو اسنادو کې کړې او ویلي یې دی، چې دغه اسناد یې له ۴۰۰ څخه د زیاتوو لوړ پوړو نظامیانو سره د مرکو پر بنسټ راټول  کړي دي او د دغو اسنادو د خپرولو لپاره یې درې کاله مبارزه کړې ده.

دغه ورځپاڼې وايي، په راټولو کړیو مرکو کې ټولو پوښتل شویو کسانو ورته ویلي، چې ولې او د کومې تېروتنې له امله د افغانستان جګړه شل کاله اوږده شوه.

دغه اسناد ښيي، چې امریکايي لوړ پوړو چارواکو په تېرو ۱۸ کلونو کې د افغانستان خلک په ډېرو هیله بخښونکو  خو ناسمو بیانونو غولولي او خطا کړي دي.

د راپور له مخې امریکايي چارواکي پوهېدل چې بیانونه یې ناسم دی، په دې اړه یې اسناد پټ وساتل چې د افغانستان جګړه د ګټلو نه ده.

 امریکايي چارواکو ویلي، دوی فکر نه کاوه چې بیانونه به یې خواره شي، خو په وینا یې چې په افغانستان کې د دوی د جګړې ستراتیژيو نیمګړتیاوې لرلې او ویې نه شوای کولی چې د سلګونه ملیارده ډالرو په لګولو سره دا هېواد یو ولسواک او په باثباته  هېواد بدل کړي.

 چارواکو دا هم منلې چې د اداري فساد، پیاوړې اردو او د اپینو د قاچاق په مخنیوي کې هم امریکا  ناکامه وه.

 راپور وايي، ډبلیو بوش، بارک اوباما او ډونالډ ټرمپ ژمنې کړې وې چې د افغانستا ن د ملت سازۍ په جنجال کې به کار نه لري خو بیا هم حتی د جګړې په لومړیو ورځو کې د امریکا لوړ پوړي چارواکي او ان پالیسي جوړوونکي د واشنګټن د اهدافو او ستراتیژیو په اړه د ګنګسیت ښکار وو.

 د امریکا د دفاع وزارت تر اوسه د واشنګټن پوسټ د راپور په حواله څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي