۰

واشنګټن پوسټ: افغانستان کې د سولې خوځښتونه زیات شوي دي

یکشنبه ۲۸ اسد ۱۳۹۷ ساعت ۰۸:۵۵
واشنګټن پوست رځپاڼې په یوه مقاله کې لیکلي، چې په افغانستان کې تر ۱۷ کلنې جګړې وروسته د سولې حرکتونه زیات شوي دي.
واشنګټن پوسټ: افغانستان کې د سولې خوځښتونه زیات شوي دي
واشنګټن پوست رځپاڼې په یوه مقاله کې لیکلي، چې په افغانستان کې تر ۱۷ کلنې جګړې وروسته د سولې حرکتونه زیات شوي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ورځپاڼې په باور که څه هم دا مهال افغانستان کې جګړې سختې او خونړۍ شوې، خو تر څنګ یې د سولې خوځښتونه هم ګړندي شوي دي.

ورځپاڼه لیکي نه یوازې د هلمندي ځواکونو د سولې کاروان د سولې هڅې پیل کړې، بلکې د سیمې هېوادونو، افغان حکومت او نړیوالو ادارو هم د افغانستان د سولې په برخه کې خپلې هڅې زیاتې کړې دي.

دغه ورځپاڼه زیاتوي، چې په افغانستان کې روانه جګړه د افغان ملکیانو لپاره خورا خونړۍ وه او دا د دې لامل شوه، چې ولس په سوله پسې و وځي او د جګړو په کابو کولو کې خپل رول ادا کړي.

وشنګټن پوست په مقاله کې وړاندې وايي، له دې ښکاري، چې افغانان نور له اوږدو او خونړیو جګړو ستړي شوي دي او د دې لپاره هڅه کوي چې سوله راشي.

ورځپانه کې ټینګار شوی، چې د افغانستان د ستونزې حل لار جګړه نه بلکې د سولې مذاکرات دي، چې په وینا یې افغانان هم د دې غوښتونکي دي چې دلته روانې ناخوالې د سولې او خبرو پر مټ حل شي.

واشنګټن پوست دا څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې وړمه ورځ ولسمشر محمد اشرف غني هم غزني ولایت کې د وینا پر مهال و ویل، چې افغانان سولې ته ډېر نېږدې شوي دي.

د ښاغلي غني په وینا د سولې په اړه سیمه ییزه او نړیوال اجماع تر بل هر وخت ځواکمنه شوې، خو د دې له پاره یوه ملي اجماع پکار ده، چې د رامنځ ته کېدو له پاره یې هلې ځلې روانې دي.

افغان ولسمشر ټینګار وکړ، چې سوله به راځي، او دا سوله به د تړلو دروازو تر شا او تیاره کې نه وي، بلکې په رڼا ورځ او د ملي اجماع له لارې تل پاتې سوله وي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي