۰

سرچینې:د ولسمشرۍ ټاکنو پایلې نن اعلانېږي

پنجشنبه ۲۱ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۲۰
د ټاکنو خپلواک کمېسیون ځینې سرچینې وايي، کمېسیون به نن د ولسمشرۍ ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلان کړي.
سرچینې:د ولسمشرۍ ټاکنو پایلې نن اعلانېږي
د ټاکنو خپلواک کمېسیون ځینې سرچینې وايي، کمېسیون به نن د ولسمشرۍ ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلان کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه سرچینې ملي رادیو تلوېزیون ته ویلي، د ولسمشرۍ ټاکنو پایلې به نن پنشنبې د لیندۍ ۲۱ مه اعلان شي.

که څه ملي تلوېزیون د دغه سرچینې نوم نه اخیستی خو تر دې وړاندې کمېسیون ویلي و، چې په راتلونکو دوه ورځو کې به د ولسمشرۍ ټاکنو پایلې اعلان کړي.

خو په ورته وخت کې ځینې سرچنې وایي، د ولسمشرۍ ټاکنو د لومړنیو پایلو د اعلان پر سره د کمېسیون د غړو تر منځ اختلافات رامنځ ته شوي او دغه اختلافات لا هم دوام لري.
 
د ټاکنو کمېسیون پر داسې مهال د لومړنیو پایلو په اعلان ټینګار لري، چې پرون د ثبات او همپالنې ټیم مشر او نوماند ډاکتر عبدالله عبدالله خبرداری ورکړ، چې د ټاکنو پایلې اعلان نه کړي.

هغه په خپله فسبوک پاڼه لیکلي و، تر چې  کمېسیون د معترضو ټکټونو غوښتونو ته ځواب نه وي ویلي، باید د ټاکنو پایلې اعلان نه کړي.

نوموړي دا خبرداری هم ورکړی و، چې که کمېسیون پایلې اعلان کړی، دی یې نه مني او پر وړاندې به یې بې تفاوته پاتې نه شي.

په ورته وخت کې د ځینو نوماندانو شورا هم د ټاکنو د لومړنیو پایلو د اعلان سره مخالفت وښو او د یوه مشارکتي حکومت د جوړېدو غوښتنه یې وکړه.

د یادونې ده، چې د ولسمشرۍ ټاکنو نېږدې دوه نیمې میاشتې وړاندې د تلې  په شبږمه تر سره شوې، خو د کمېسیون او ځینو انتخاباتي ټکټونو تر منځ لانجونو او ناندریو د ټاکنو پایلې تر اوسه ځنډولې دي.

ځینې انتخاباتي ټکټونو د ۳۰۰ زره رایو چې د دوی په وینا درغلې دي د باطلېدو غوښتنه کوي، خو کمېسیون وايي، دوی له بیا څېړنې پرته یوه رایه هم په غیر قانوني توګه نه شي باطلولی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي