۰

هرات کې درې پولیس وژل شوي دي

دوشنبه ۲۵ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۱۷
سیمه ییز امنیتي چارواکي تاییدوي، چې هرات ولایت کې درې پولیس د نامعلومه وسله والو کسانو په برید کې وژل شوي دي.
هرات کې درې پولیس وژل شوي دي
سیمه ییز امنیتي چارواکي تاییدوي، چې هرات ولایت کې درې پولیس د نامعلومه وسله والو کسانو په برید کې وژل شوي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه پېښه تېره شپه (د لیندۍ ۲۴ مه) د هرات ښار د لسمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې رامنځ ته شوې ده.

د هرات د امنیه قوماندانۍ ویاند عبدالحد ولي زاده وایي، دغه پولیسو د امنیتي حوزې شاوخوا ګزمه کوله، چې نامعلومه موټر سایکل سپرو وسله والو پرې ډزې کړې.

نوموړي زیاته کړه، چې په دغه  برید کې درې پولیس وژل شوي، خو د پولیسو په ځوابیه برید کې دوه وسله وال بریدګر هم وژل شوي دي.

په ورته وخت کې د هرات د حوزوي روغتون مشر محمد عارف جلالي وايي، د پېښې له ځایه دوی ته یو پولیس او څلور ملکي ټپیان هم وروړل شوي، چې تر درملنې لاندې دي.

بل خوا د هرات ښار په یوه کافي کې  چاودنه شوې، چې له امله یې درې پولیس او دوه ملکي وګړي ټپیان شوي دي.

ولي زاده وايي، پولیس د ښار په مرکز کې د کافي خانې د لیدلو د ارزونې لپاره ورغلي و، چې له ورننوتو سره سم د ماین چاودنه پرې شوې ده.

د هرات د امنیه قوماندانۍ ویاند زیاتوي، چې  د همدې ماین چاودنې په تړاو دوه تنه نیول شوي هم دي.

جمهورخبري آژانس:هرات
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي