۰

ننګرهار کې یو ماشومان له انسان تښتونکو ژغورل شوی دی

پنجشنبه ۱۲ حوت ۱۴۰۰ ساعت ۰۹:۳۱
سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، امنیتي ځواکونو ننګرهار ولایت کې یو ماشوم د انسان تښتوونکو له منګولو راخلاص کړی دی.
ننګرهار کې یو ماشومان له انسان تښتونکو ژغورل شوی دی
سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، امنیتي ځواکونو ننګرهار ولایت کې یو ماشوم د انسان تښتوونکو له منګولو راخلاص کړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه ماشوم شپږ میاشتې وړاندې د کندوز ښار له پنځمې حوزې اوړند سیمې څخه انسان تښتونکو تښتولی و، چې تر اوسه ورسره برمته و.

انسان تښتونکو دغه ماشوم ننګرهار ولایت ته وړی و، چې هلته د اسلامي امارت د امنیتي ځواکونو له خوا راخلاص کړل شوی دی.

د ننګرهار د امنیه قوماندانۍ ویاند عبدالبصیر زابلی وايي، ماشوم د یرغملګرو ژغورل شوی او خپلې کورنۍ ته سپارل شوی دی.

نوموړي په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي