د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی ضمیرکابلوف وایي، هېواد یې چمتو دی، چې د افغانستان د سولې د هوکړې ضمانت وکړي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې کابلوف ویلي، طالبانو ترې غوښتي، چې د سولې د هوکړې د لاسلیک پر مهال د روسیې استازی حاضر وي او د دغه هوکړې ضمانت وکړي.
د هغه په وینا د طالبانو یو شرط دا دی، چې روسیه، چین، پاکستان او ایران به د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې د هوکړې ضمانت کوي.
د روسیې ځانګړي استازي ویلي دوی دغه ضمانت ته چمتو دي او هیله لري، چې د افغانستان د سولې روانې خبرې ډېر ژر مثبتې پایلې ولري.
ضمیرکابلوف وايي، روسیه په دې پروسه کې هر ډول همکارۍ ته تیار ده ځکه د افغانستان سوله نه یوازې مسکو بلکې ټولې سیمې ته مهمه ده.
جمهورخبري آژانس:کابل