۰

د سیمه ییزه شوراګانو د چارو د تنظیم قانون تصویب شو

چهارشنبه ۲۷ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۱۴:۲۶
ولسي جرګې د سیمه ییزه شوراګانو د چارو د تنظیم قانون تقنني فرمان په شپږ څپرکیه او ۵۴ مادو کې د رایو په اکثریت سره تصویب کړ.
د سیمه ییزه شوراګانو د چارو د تنظیم قانون تصویب شو
ولسي جرګې د سیمه ییزه شوراګانو د چارو د تنظیم قانون تقنني فرمان په شپږ څپرکیه او ۵۴ مادو کې د رایو په اکثریت سره تصویب کړ.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه قانون نن چهارشنبې د لیندۍ ۲۷ مه د جرګې د داخلي امنیت کمېسیون له خوا عمومي غونډې ته وړاندې شو، چې اکثریت غړو ورسره توافق درلود.

د دولت د پرمختیايي اهدافو تامین، د ولایتونو چارو ښه سمبالښت، د پروژو په پلي کېدو کې د خلکو ونډه اخیستل، د دولت او خلکو ترمنځ د اړیکو پیاوړي کول، د دندو ټاکل، صلاحیتونه او سیمه ییزه شوراګانو فعالیت او خپل منځي اړیکې او له ولایتي شوراګانو سره اړیکې هغه څه دي، چې په دې قانون کې نغښتي.

د ولسي جرګې د داخلي امنیت کمېسیون مشر فدا محمد الفت و ویل، چې د یاد قانون په طرحه کې په څو جلسو کې کار کړی او ځینې بدلونونه یې هم په کې راوستي دي.

د قانون تر وړاندې کولو وروسته د جرګې مشر میررحمان رحماني په دغه قانون رای اچونه تر سره کړه، چې په ترڅ کې د رایو په اکثریت سره تصویب شو.

د یادونې ده، چې د جرګې په نن غونډه کې ۱۴۴ وکیلانو حضور درلود او ۱۴۲ وکیلانو دغه قانون ته مثبته رایه ورکړه.

جمهورخبري آژانس:عبدالله امیني


 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي