۰

کندهار: په ترافیکي پېښه کې ۹ تنه مړه شوي

شنبی ۳۰ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۰۰
سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، کندهار ولایت کې د یوې ترافیکي پېښې له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون ۹ تنو ژوند له لاسه ورکړی دی.
کندهار: په ترافیکي پېښه کې ۹ تنه مړه شوي
سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، کندهار ولایت کې  د یوې ترافیکي پېښې  له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون ۹ تنو ژوند له لاسه ورکړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې پېښه تېره شپه د لیندۍ ۲۹ مه د کندهار ولایت په د ارغنداب ولسوالۍ په واسوای سیمه کې رامنځ ته شوې  ده.

د کندهار د امنیه قوماندانۍ ویاند جمال بارکزی وايي، د ولسي وګړو موټر چې وداه ته روان و، په یاده سیمه کې له سړک څخه وتلی او اوبو ته لوېدلی دی.

دی وايي، په داغه پېښه کې پنځه ښځې، درې ماشومان او خپله موټر چلوونکی وژل شوي دي.

د کندهار ولایت د ارغنداب ولسوالۍ په «واسوای» سیمه کې په یوې ټرافیکي پېښه کې ۹ تنه مړه شوي دي.

د پېښې د رامنځ ته کېدو لامل د موټر چلوونکي تېز تګ په ګوته شوی دی.

جمهورخبري آژانس:کندهار
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي