۰
د امریکا دفاع وزیر:

د ترهګرو تر ختمېدو پورې به په افغانستان کې وو

شنبی ۳۰ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۰۲
د امریکا دفاع وزیر مارک اسپېر وايي، په افغانستان کې به د دوی ماموریت د ترهګرو تر بشپړ ختمېدو پورې دوام ولري.
د ترهګرو تر ختمېدو پورې به په افغانستان کې وو
د امریکا دفاع وزیر مارک اسپېر وايي، په افغانستان کې به د دوی ماموریت د ترهګرو تر بشپړ ختمېدو پورې دوام ولري.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې اسپېر چې د پوځ له مشر جنرال ماریک میلي سره یو ځای خبري غونډې ته خبرې کولې و ویل، په افغانستان کې د امریکا د ماموریت دوام د دې لپاره دی، تر چې ډاډ تر لاسه شي، چې دا هېواد بیا د ترهګرو په ځاله نه بدلېږي.

هغه زیاته کړې، چې دوی په افغانستان کې یو واضح او ښکاره ماموریت لري او هغه دا دی، چې د ترهګرو جرړې ختمې کړي.

دی وايي، تر هغه چې په یاد هېواد کې د ترهګرو فعالیتونه وي او د مرکزونو د جورېدو وېره یې پر ځای وي امریکايي ماموریت به هم دوام کوي.

د امریکا دفاع وزیر ټینګار کړی، هر وخت چې  دوی ډاډه شول، چې  افغانستان نور د ترهګرو خوندي ځای نه دی نو امریکا به هم خپل سرتېري وباسي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي