۰

هرات کې غله او ننګرهار کې نشه يي توکي او قاچاق وړونکي نیول شوي

پنجشنبه ۵ جدی ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۵۴
کورنیو چارو وزارت وايي، پولیسو هرات او ننګرهار ولایتونو کې ۸ تنه غله او قاچاق وړونکي له سلګونه کیلوګرامه نشه يي توکو سره یو ځای نیولي دي.
هرات کې غله او ننګرهار کې  نشه يي توکي او قاچاق وړونکي نیول شوي
کورنیو چارو وزارت وايي، پولیسو هرات او ننګرهار ولایتونو کې ۸ تنه غله او قاچاق وړونکي له سلګونه کیلوګرامه نشه يي توکو سره یو ځای نیولي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې وزارت نن پنشنبې د مرغومي ۵ مه خپره کړې خبرپاڼه کې  ویلي، چې د ننګرهار د امنیه قوماندانۍ له نشه يي توکو سره د مبارزې پولیسو د دغه ولایت غني خېلو ولسوالۍ کې په یوه کور عملیات کړي.

سرچینه زیاتوي، چې د عملیاتو په لړ کې  له دغه کور څخه ۱۷ سوه کیلوګرامه نشه يي توکي کشف او تر لاسه شوي دي.

وزارت وايي، دا نشه يي توکي چې چرس دي په یوه باوروړونکي مازدا ډوله موټر کې  ځای پر ځای شوي و او په تړاو یې درې تنه هم نیول شوي دي.

بل خوا وزارت وايي، د هرات پولیسو هم پنځه تنه غله نیولي او دغه راز یې غلا شویو موټر د ساتنې یو کور کشف کړی دي.

د وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه کسان د هرات ښار د درېیمې حوزې او دغه راز د انجیل او ګذره ولسوالیو څخه نیولي.

په خبرپانه کې ویل له نیول شویو کسانو یو تن له کورونو د غلا، دوه تنه د څارویو د غلا او دوه تنه د غیر قانوني وسلو په ګرزولو په تور نیولي دي.

بل خوا کورنیو چارو وزارت وايي، د هرات ښار په اوومه امنیتي حوزې اړوند سیمه کې پولیسو یو کور کشف کړی، چې د غلا موټر په کې  ساتل کېدل.

خبرپاڼه وايي، غلو به د موټر له غلا وروسته موټر دغه کور ته وروستل او هلته یې د رنګ او نورو پروز په بدلولو سره تغیر ورکاوه، چې له یاد کور څخه دوه غلا شوي موټر او یو کس هم نیول شوی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي