کورنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره وایي، د افغان ځواکونو په عملیاتو کې کابو ۲۰۰ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه خبرپاڼه چې وزارت نن پنشنبې د سلواغې ۱۰ مه خپره شوې راغلي، چې طالبانو ته دغه مرګ ژوبله په تېره یوه اوونۍ کې اوښتې ده.
خبرپاڼه وايي، افغان ځواکونو په تېره اوونۍ کې د طالبانو پر ضد ۵۸ ګډ عملیات د هېواد په بېلا بېلو برخو کې تر سره کړي دي.
سرچینه زیاتوي، چې په دغه عملیاتو کې ۶۰ وسله وال طالبان وژل شوي، ۳۲ تنه ټپیان او ۹۹ نور د افغان ځواکونو له خوا نیول شوي دي.
کورنیو چارو وزارت دا هم وايي، چې په عملیاتو کې د مخالفینو ۱۰۳ میله وسلې هم کشف او تر لاسه شوي دي او دغه راز د طالبانو له خوا اېښودل شوي ۳۹ کړۍ ماینونه هم کشف او شنډ کړای شوی دی.
طالبانو تر اوسه په دې اړه غبرګون نه دي ښودلی.
جمهورخبري آژانس:کابل