د افغان حکومت اجرائیه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله په لومړي ځل په یوه حکم کې بهرنیو چارو وزارت ته لارښوونه کړې، چې دغه وزارت کې هر ډول ګمارنې او بدلونونه ودروي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې عبدالله په دغه ۲۵۲۶ شماره حکم کې چې د ۱۳۹۸ کال د سلواغې ۱۳ مه صادر شوی بهرنیو چارو وزارت ته ویلي، چې د اصلاحاتو تر نامه لاندې له هر ډول ګمارنو او تبدیلیو لاس واخلي.
په دغه حکم کې راغلي، چې د ملي یووالي حکومت موافقت پاڼې سره سم او د هېواد د ملي او نړیوالو ګټو په پام کې نیولو سره بهرنیو چارو وزارت ته لارښونه کېږي، چې په دې حساس وخت کې، چې د ټاکنو پایلې اعلانېدونکې دي، د اصلاحاتو تر نامه لاندې له هر ډول اجراآتو څخه به مرکز او سیاسي استازولیو کې په جدي ډول ډډه وکړي.
دغه راز په دې حکم کې راغلي، چې د وزیرانو شورا دارالانشا ریاست او د اجرائیه ریاست عمومي دفتر باید په جدي ډول د دغه حکم له پلي کېدو څارنه وکړي.
د یادونې ده، عبدالله دغه حکم وروسته تر دې صادروي، چې ولسمشر په دې وروستیو کې هارون چخانسوري د بهرنیو چارووزارت د سیاسي معین او سرپرست په توګه وټاکه.
د ولسمشر دغه کار د ډاکتر عبدالله عبدالله او یو شمېر نورو سیاسیون له نیوکو سره مخ شو او ویل یې چې ښاغلی غني د اصلاحاتو په نوم هر څه په خپل انحصار کې اخیستی او خپل د خوښې کسان په دندو ګماري.
جمهورخبري آژانس:کابل