ولسمشر محمد اشرف غني وایي، له فساد سره اغېزمنه او موثره مبارزه د افغان حکومت له لومړیتوبونو دی او باید ورته جدي توجه وشي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ارګ نن دوشنبې د سلواغې ۱۴ مه خپره کړې خبرپاڼه کې وايي، ښاغلي غني دغه څرګندونې نن د افغانستان مفتشه غزال حارس سره لیدنه او خبرو کې کړې دي.
سرچینه زیاتوي، چې په دغه ناسته کې لومړی غزال حارس اړوندو ادارو سره د همغږۍ او د فساد ضد مبارزې په برخه کې د ترسره شویو فعالیتونو په اړه ولسمشر ته معلومات ورکړل او د ولسمشر له ملاتړ څخه یې مننه وکړه.
په ورته وخت کې ولسمشر د افغانستان د تفتیش ادارې کارونه وستایل او ټینګار یې وکړ، چې د افغانستان حکومت لپاره فساد سره مؤثره مبارزه او شفافیت لومړیتوب لري.
خبرپاڼه وایي، ولسمشر غني و ویل، چې د فساد سره د اغېزمنې مبارزې لپاره اړینه ده، چې د اړوندو ادارو تر منځ همغږي لا ډېره شي.
ولسمشرد افغانستان د تفتیش ادارې ته لارښوونه وکړه چې له فساد سره د مبارزې د لا ښه والي او اغېزناکتوب په موخه وخت په وخت خپل راپور د جمهوري ریاست عالي مقام سره شریک کړي.
جمهورخبري آژانس:کابل