په ناټو کې د امریکا استازې بیلي هاتسون له رسنیو سره په خبرو کې ویلي، طالبان باید له افغان حکومت سره مخامخ خبرو ته چمتوالی وښيي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې مېرمن هاتسون زیاته کړې، چې د ناټو د دفاع وزیرانو په دوه ورځنۍ غونډه کې د افغانستان پر وضعیت خبرې کېږي.
نوموړې ټینګار کړي، چې طالبان باید له افغان حکومت سره خبرو ته چمتووالی وښيي او په دې توګه دې له سوله ییزې لارې د خپل هېواد د راتلونکې لپاره ګامونه اوچت کړي.
هغې هیله ښودلې، چې له افغان حکومت سره د خبرو پیلېدل د امریکا او طالبانو د سولې په هوکړه کې هم شامل وي.
د یادونې ده، چې د ناټو د دفاع وزیرانو دوه ورځنۍ غونډه نن چهارشنبې د سلواغې ۲۳ مه بروکسل کې پیل شوې ده چې مهمه موضوع یې د افغانستان امنیت او سوله دي.
د ناټو عمومي منشي هم ویلي چې د افغانستان جګړه یوازې د خبرو له لارې پای ته رسېږي او طالبان باید په دې پوه شي چې د جګړې له لارې بریالي کېدای نه شي.
دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو ویلي، چې د امریکا او طالبانو تر منځ خبرو کې د پام وړ پرمختګ شوی دی.
په ورته وخت کې نیویارک ټایمز ورځپاڼې راپور ورکړي، چې له طالبانو سره د سولې تړون په مشروط ډول د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له خوا هم تایید شوي، او ویلي یې دي، چې طالبان باید د تاوتریخوالي کمولو لپاره د اردې ښوودلو په پار د روانې میاشتې په پای کې تاوتریخوالی ودروي.
بل خوا د امریکا د ملي امنیت سلاکار رابریت اوبراین هم ویلي، چې د طالبانو سره خبرو کې پرمختګ شوي، افغانستان ته ښه زېری په لار دی او په څو ورځو او اونیو کې به د سولې تړون لاسلیک او په افغانستان کې روان تاوتریخوالی به پای ته ورسېږي.
جمهورخبري آژانس:کابل