۰
دانش خپلو انتخاباتي سیالانو ته!

د ټاکنو پایلو په منلو د ټول شموله حکومت جوړولو لپاره اختلافات پرېږدۍ

چهارشنبه ۳۰ دلو ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۴۵
د افغان ولسمشر او دولت جوړونکي ټیم بریالي ټیم دوهم مرستیال سروردانش پر خپلو ټاکنیزو سیالانو غږ وکړ، چې د قانون حاکمیت ته درناوی وکړي او د ټاکنو پایلې ومني.
د ټاکنو پایلو په منلو د ټول شموله حکومت جوړولو لپاره اختلافات پرېږدۍ
د افغان ولسمشر او دولت جوړونکي ټیم بریالي ټیم دوهم مرستیال سروردانش پر خپلو ټاکنیزو سیالانو غږ وکړ، چې د قانون حاکمیت ته درناوی وکړي او د ټاکنو پایلې ومني.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي دانش چې نن چهارشنبې د سلواغې ۳۰ مه د لویې جرګه خیمه کې د روسانو د وتلو ورځ لمانځلو غونډه کې وینا کوله و ویل، چې انتخاباتي سیالان باید د ټاکنو د پایلو په منلو سره د یوه ټول شموله حکومت د جوړېدو لپاره له اختلافونو لاس په سر شي.

هغه د ټاکنو د پایلو اعلان د افغانستان د خلکو، دموکراسۍ او جمهوریت د نظام بریا وبلله او له ټول ولس څخه یې مننه او مبارکي ورکړه.

نوموړي له ټاکنیزو کمېسیونو هم مننه وکړه، چې له ټولو ستونزو او خنډونو سره سره یې وکولای شول، چې د ولسمشرۍ ټاکنو وروستۍ پایلې اعلان کړي.

ښاغلي دانش د محمد اشرف غني په مشرۍ د دولت جوړونکي ټیم بریا یو ځل د افغانستان د خلکو بریالیتوب وباله او له ټولو نوماندانو، څېرو او سیاسي ګوندونو یې وغوښتل، چې د انتخاباتي بنسټونو قانوني صلاحیتونو او د قانون حاکمیت ته درناوی وکړي او د ټاکنو پایلو په منلو سره د هېواد په تاریخ کې یوه نوې پاڼه واړوي.
 
دانش ټینګار وکړ، چې اوس باید د ټاکنو له سیالیو راوتلي اختلافونه څنګ ته کړی شي او د یوه ټول شموله حکومت د جوړېدو او افغانستان د پرمختګ او سولې لپاره سره یو شي.

د ولسمشر دوهم مرستیال زیاته کړه، چې د ټاکنو د پایلو منل د ټاکنو په اهمیت پورې اړوند دي او هېڅوک باید دا پروسه بې باوره نه کړي.

د یادونې ده، چې د ۱۳۹۸ کال ولسمشرۍ ټاکنې پرون سه شنبې د سلواغې ۳۰ مه د ټاکنو کمېسیون له خوا اعلان شو.

د ټاکنو کمېسیون ولسمشر محمد اشرف غني د ۵۰.۶۴ سلنه رایو په اخیستو سره ګټونکی او منتخب ولسمشر اعلان کړ.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي