۰
افغان سیاسي مشرانو ته د امریکا خبرداری:

د لوړې مراسمو له ځنډولو هرکلی کوو، موازي حکومت مه جوړوی

چهارشنبه ۷ حوت ۱۳۹۸ ساعت ۰۷:۵۸
امریکا له افغان حکومت څخه مننه کړې، چې د ولسمشر غني د لوړې مراسم یې ځنډولي او په ورته وخت کې یې افغان سیاسیونو ته خبرداری ورکړي، چې د موازي حکومت له جوړولو ډډه وکړي.
د لوړې مراسمو له ځنډولو هرکلی کوو، موازي حکومت مه جوړوی
امریکا له افغان حکومت څخه مننه کړې، چې د ولسمشر غني د لوړې مراسم یې ځنډولي او په ورته وخت کې یې افغان سیاسیونو ته خبرداری ورکړي، چې د موازي حکومت له جوړولو ډډه وکړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پرون سه شنبې د کب ۶ مه په یوه اعلامیه کې ویلي د دې وخت دی، پر انتخاباتي سیاست باندې تمرکز نه بلکه د سولې پر لورې ګامونه پورته شي. تر څو د طالبانو سره جگړه پای ته ورسیږي او د بین الافغاني خبرو له لارې د سیاسي حل لپاره یو فورمول وموندل شي چې د هېواد د ټولو وګړو ته د منلو وړ وي.

په خبرپاڼه کې دغه راز د هغو اقداماتو د بندولو غوښتنه کړې ده چې د افغانستان ملي حاکمیت زیانمنوي.

خبرپاڼه وايي، د موازي بنسټونو د جوړولو په ګډون چې د اساسي قانون خلاف دي، د ټولو بي ثباته موازي اقداماتو څخه دې ډډه وشي ځکه دا ډول اقدامات د افغانستان حاکمیت او ملي وحدت چې امریکا يې کلکه ننګه کوي، کمزوری کوي.

امریکا دا خبرداری پر داسې مهال ورکوي، چې د ټاکنو کمېسیون د ولسمشر غني د بیا ځلي ولسمشرۍ ټاکنو د کټلو له اعلان وروسته عبدالله عبدالله د موازي حکومت د جوړولو اعلان وکړ.

عبدالله په تېرو څو ورځو کې ځینې ولایتونو ته د والیانو په معرفي کولو هم لاس پورې کړ، چې دغه کار یې په کور د ننه او بهر له مخالفتونو سره مخ شو.

خو اوس د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په افغانستان کې له ټولو ډلو غوښتل شوي چې د سولې خبرو لپاره په یو ملي چوکاټ موافقه وکړي چې د  افغانستان د اسلامي جمهوریت  بشپړ استازیتوب وکړي او دا خبرې مخ ته بوځي.

په خبرپاڼه کې له حکومت څخه هم مننه شوې، چې د لوړې مراسم یې ځنډولي او زیاته کړې یې ده، د دې لپاره ټول افغانان په دغو مسایلو د موافقې لپاره پوره وخت ولري، موږ له افغان حکومت څخه مننه کوو چې د ولسمشر د لوړې مراسم یې وځنډول.

ټاکل شوې وه، چې د ولسمشر غني د لوړې مراسم سبا پنشنبې تر سره شي، چې د تر سراوي لپاره یې یوه کمېټه هم جوړه شوې ده، خو تر اوسه معلومه نه ده، چې د لوړې مراسم څومره ځنډول شوي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي