د افغانستان لپاره د برېتانیا ځانګړي استازي ګرت بېلي افغانستان ته یوازې د بین الافغاني خبرو له لارې دایمي سوله او ثبات راتلی شي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې بېلي په دوحه کې له خبریالانو سره د خبرو پر مهال ویلي نن د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړه لاسلیکېږي.
نوموړي ویلي، دا یو مهم پرمختګ دی خو دایمي ثبات او سوله د بین الافغاني خبرو پر مټ راتللی شي.
د هغه په وینا د دې هوکړې تر لاسلیک وروسته به ډېر ژر د طالبانو او افغان لوري ترمنځ مخامخ خبرې پیل شي.
هغه له افغان حکومت او افغانانو د برېتانیا د ملاتړ د دوام ډاډ څرګندی کړی وايي، هڅه کوي، چې د سولې په برخه کې پوره همکاري ډېره کړي.
د یادونې ده، چې نن به د قطر پلازمېنه دوحه کې د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې هوکړه لاسلیک شي.
جمهورخبري آژانس:کابل