۰

د کرونا ویروس په اړه مرکزي حکومت ته د هرات د والي خبرداری

یکشنبه ۲۵ حوت ۱۳۹۸ ساعت ۰۸:۳۳
د هرات والي عبدالقیوم رحیمي له مرکزي حکومت څخه د کرونا ویروس مخنیوي لپاره د جدي پاملرنې غوښتنه کړې ده.
د کرونا ویروس په اړه مرکزي حکومت ته د هرات د والي خبرداری
د هرات والي عبدالقیوم رحیمي له مرکزي حکومت څخه د کرونا ویروس مخنیوي لپاره د جدي پاملرنې غوښتنه کړې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې والي ویلي، که چېرته حکومت جدي پاملرنه ونه کړي نو هغه ورځ راتلونکې ده چې مړي به راټول نشي کړای.

رحیمي زیاته کړې چې د مرکزي حکومت له لوري ورسره تر اوسه یوه افغانۍ مرسته هم نه ده شوې او د روغتون د تجهیز لپاره یې له شرکتونو ۱۴ میلیونه افغانۍ پور اخیستی دی.

والي دغه څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې تازه په افغانستان کې د کرونا ویروس ۵ نورې پېښې هم ثبت شوې، چې څلور یې په هرات او یوه یې په دایکنډي ولایت کې ده.

د عامې روغتیا وزارت وايي، په دې سره په هېواد کې د کرونا ویروس اخته کسان شمېر ۱۶ تنو ته ورسېده او د ۵۶ مشکوکو کسانو بېلګې دا مهال په مرکزي لابراتوارونو کې تر څېړنې لاندې دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي