سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې غور ولایت کې د ولسي وګړو پر موټر د سړک د غاړې ماین چاودنه شوې او ۱۱ تنو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه چاودنه نن چهارشنبې د کب ۲۸ مه د غور ولایت مرکز فیروزکوه شوې ده.
د غور د ولایت د مطبوعاتي دفتر سرپرست عارف عابر وايي، د ولسي وګړو فلاینکوچ موټر د هرات پر لار روان و، چې د فیروزکوه په تېغ ګلزار سیمه کې د سړک د غاړې ماین پرې چاودلی.
د هغه په وینا په دغه چاودنه کې یو تن وژ شول شوی او ۱۰ تنه نور ټپیان شوي دي.
دی وايي، د پېښې ټپیان روغتون ته د درملنې په موخه لېږدول شوي او د دوه تنو روغتیايي حالت نازک دی.
تر اوسه د دغه چاودنې مسوولیت تر اوسه چا نه دی اخیستی.
جمهورخبري آژانس:غور