د افغانستان د ټرانسپورت وزارت وايي، هېواد ته د کورونا له کبله په هندوستان، متحده عربي اماراتو او ترکیې کې د بند پاتې افغانانو د رالېږدونې چارې روانې دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې وزارت مني، چې په یادو هېوادونو کې زرګونه افغانان بند پاتې دي او له سختو حالاتو سره مخامخ دي.
یادو وزارت نن یکشنبې د وري ۱۷ مه په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، د کورونا وایرس د خپرېدو له امله ګڼو هېوادونو خپل پروازونه بند کړي وو، چې له امله یې ګڼ افغانان هم په بهر کې بند پاتې شوي دي.
خو په وینا یې اوس د ټرانسپورټ وزارت د ملکي هوايي چلند ادارې په هلو ځلو هېواد ته د دغو هېوادوالو د انتقال يو طرفه پروازونه پيل او روان دي.
د خبرپاڼې له مخې، نن او تېره ورځ د کام اير او اريانا هوايي شرکتونو لخوا ۷۱۲ تنههېوادوال په جلا ډول د نوي ډهلي، دوبۍ او انقرې څخه د روغتيايي چک اپ په ترسره کولو سره هېواد ته را انتقال شوي دي.
ټاکل شوې ده، په راتلونکو ورځو کې د نوي ډهلي څخه کابل ته د اريانا او کام اېر هوايي شرکتونو نور پروازونه هم ترسره شي.
په هندوستان کې ګڼو بند پاتې افغانانو نیوکه کوله، چې کام ایر او اریانا د خپلو ټکټونو بیې لوړې کړي او اوس یوه طرفه ټکټ په ۵۰۰ امریکايي ډالرو ورکوي.
جمهورخبري آژانس:کابل