۰

طالبان د بندیانو د خوشي کولو په تړاو له حکومت سره خبرو ووتل

سی شنبه ۱۹ حمل ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۳۹
په قطر کې د طالبانو د دفتر ویاند سهیل شاهین وايي، د دوی مرکچي پلاوی به نور له افغان حکومت سره د بندیانو په تړاو خبرې ونه کړي.
طالبان د بندیانو د خوشي کولو په تړاو له حکومت سره خبرو ووتل
په قطر کې د طالبانو د دفتر ویاند سهیل شاهین وايي، د دوی مرکچي پلاوی به نور له افغان حکومت سره د بندیانو په تړاو خبرې ونه کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې شاهین ادعا کړې، چې افغان حکومت په یوه او بله پلمه د طالب زندانیانو د خوشي کولو بهیر ځنډوي.

نوموړي زیاته کړې، د شوې هوکړې له مخې باید حکومت د بندیانو د خوشي کولو لپاره اقدام وکړي، خو تر اوسه پر ژمنو عمل نه دی شوی.

بلخوا بیا افغان حکومت وایي دوی د هغو پنځلسو بندیانو خوشي کول رد کړي چې په لویو بریدونو کې ښکېل دي، خو طالبان بیا د همدې کسانو د خوشي کولو غوښتنه کوي.

شاهین وایي چې نور به د دوی پلاوی د زندانیانو د خلاصون په تړاو په جوړېدونکو بې پایلو غونډو کې ګډون نه کوي.

دا په داسې حال کې ده، چې پرون د افغانستان د سیمه ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې رییس او د افغان سولې لپاره د مرکچي پلاوي غړي عبدالمتین بیګ وویل، افغان حکومت په لومړي پړاو کې د هغو ۱۵ طالب بندیانو خوشي کولو ته چمتو نه دی چې په خونړیو بریدونو کې یې لاس لرلی وي.

خو شاهین بیا وایي، دا ۱۵ کسان هم د هغو پنځه زره بندیانو په لېست کې دي چې له امریکا سره د دوی د خپلمنځي هوکړې له مخې باید خوشي شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي