۰

په هرات کې ۴۰ روغتیايي کارکوونکي په کرونا اخته شوي دي

سی شنبه ۱۹ حمل ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۵۱
سیمه ییز روغتیايي چارواکي تاییدوي، چې په هرات ولایت کې ۴۰ تنه روغتیايي کارکوونکي په کرونا ویروس اخته شوي دي.
په هرات کې ۴۰ روغتیايي کارکوونکي په کرونا اخته شوي دي
سیمه ییز روغتیايي چارواکي تاییدوي، چې په هرات ولایت کې ۴۰ تنه روغتیايي کارکوونکي په کرونا ویروس اخته شوي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې هرات د روغتون رییس محمد عارف جلالي وايي، په دې کسانو کې  ډاکتران، نرسان او د بېلا بېلو روغتیايي برخو کارکوونکي شامل دي.

هغه ویلي«له بده مرغه زموږ یو شمېر ډاکتران، نرسان، پاکوونکي، د انستیزي متتخصصان او کارمندان په کرونا ویروس اخته شوي دي.»

د یادونې ده، چې تر اوسه پورې په افغانستان کې ۴۲۳ کسان په کرونا ویروس اخته شوي، چې ډېری یې په هرات او کابل ولایتونو کې دي.

د عامې روغتیا وزارت د نن سه شنبې وري ۱۹ مې معلومات ښيي، چې  په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۵۷ تنه په کرونا ویروس اخته شوي دي.

د هرات روغتیايي چارواکي وايي، په دغه ولایت کې  تر اوسه پر کرونا د اخته کسانو ۲۳۰ پېښې ثبت شوې دي، چې ۷۲ یې مېرمنې دي.

باید و ویل شي، چې د کرونا ویروس له امله تر اوسه پورې د یوه ډاکتر په ګډون ۱۱ تنو ژوند له لاسه ورکړی او ۱۷ تنه ترې رغېدلي دي.

جمهورخبري آژانس:هرات
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي