د کورنیو چارو سرپرست وزیر مسعود اندرابي وايي، په دغه وزارت کې د اصلاحاتو لړۍ په ډېره ښه توګه مخ ته روانه ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلی اندرابي زیاتوي، چې دوی په اداري برخه کې مهم اصلاحات راوستي او چارې یې اسانه کړې دي.
د هغه په وینا توانېدلي چې د سمو پالیسیو پر رامنځ ته کولو د اونیو او میاشتو کار څو ساعتونو او څو ورځو ته راټيټ کړي او اداري بيروکراسي ختمه کړي.
ښاغلي اندرابي دا هم ویلي، چې دوی هغه مامورین هم لرې کړې چې د وخت د ضایع کېدو سبب کېدل او د یوه منظم سیستم له لارې به د کورنیو چارو وزارت مهمې چارې تنظیمېږي.
د کورنیو چارو سرپرست وزیر وايي، دوی هڅه کوي په کورنیو چارو وزارت کې مدرنه اداره رامنځ ته کړي نو په همدې موخه به د اصلاحاتو لړۍ هم روانه وي.
جمهورخبري آژانس:کابل