د کورنیو چارو سرپرست وزیر مسعود اندرابي په دغه وزارت کې د اصلاحاتو او فساد سره د مبارزې ته په اشارې وايي، ۱۵ میلیون لېتره تېل سپما شوي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې اندرابي پرون په خپله ټوېټر پانه لیکلي، چې د پولیسو په موټرو کې د څارګر یا جي پي اېس او په جنراتورونو کې د سنسور په لګېدو د کال ۱۵ میلیونه لیتره تېل بچ شوي.
د کورنیو چارو سرپرست وزیر مسعود اندرابي زیاته کړې، چې د بچ شویو تېلو ټول ارزښت ۶۷۵ میلیونه افغانیو ته رسېږي.
نوموړي ویلي، تمه لري د روان کال پای کې ۲۰ میلیونه لیتره نور تېل هم وساتل شي او ټینګار یې کړي، چې په وزارت کې به د اصلاحاتو لړۍ دوام ولري.
اندرابي جزئیات نه دي ورکړي چې دا تېل پخوا څنګه ضایع کېدل یا ایا غلا کېدل که څنګه خو پخوا تر دې د افغانستان د کورنیو چارو په وزارت انتقاد کېده چې د اداري فساد د مخنیوي په چارو کې پاتې راغلی او تېل غلا کېږي.
جمهورخبري آژانس:کابل