۰
د عامې روغتیا وزارت:

کرونا مخ پر زیاتېدو ده، نن ۲۳۵ تازه پېښې ثبت شوې دي

یکشنبه ۱۴ ثور ۱۳۹۹ ساعت ۱۳:۲۵
د عامې روغتیا وزارت چارواکو خبرداری ورکړ، چې په هېواد کې د کرونا ویروس او د دغه ویروس له امله مرګ ژوبله مخ پر زیاتېدو ده.
کرونا مخ پر زیاتېدو ده، نن ۲۳۵ تازه پېښې ثبت شوې دي
د عامې روغتیا وزارت چارواکو خبرداری ورکړ، چې په هېواد کې د کرونا ویروس او د دغه ویروس له امله مرګ ژوبله مخ پر زیاتېدو ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې عامې روغتیا وزارت ویاند وحیدالله مایار نن یکشنبې د غوايي ۱۴ مه کابل کې د خبري ناستې پر مهال و ویل، چې په وروستیو پنځو ورځو کې د کرونا ویروس ۳۵ سلنه زیات شوی دی.

نوموړي زیاته کړه، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۵۸۱ پېښې د هېواد په کچه ټسټ شوې، چې له ډلې یې ۲۳۵ پېښې مثبت دي او ډېری يې په کابل کې دي.

مایار وايي، له تازه ثبت شویو پېښو څخه ۶۳ په کابل، ۵۴ په کندهار، ۱۹ په هرات، ۱۴ تخار، ۱۳ ننګرهار، ۱۰ سمنګان، ۱۰ غور، ۹ بغلان، ۷ میدان وردګ، پنځه پنځه په بادغیس، بامیان، لغمان، ۳ سرپل، دوه دوه په پروان او کنړ، او یوه یوه هم په فراه او هلمند ولایتونو کې ده.

د عامې روغتیا وزارت ویاند زیاتوي، چې په تازه ثبت شویو پېښو سره په افغانستان کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۲۷۰۴ تنو ته ورسېده.

دی وايي، په دې وروستیو ورځو کې نه یوازې د کرونا ویروس خپرېدا زیاته شوې، بلکې مرګ ژوبله کې یې هم زیاتوالی راغلی دی.

د مایار په خبره په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۱۲ تنه مړه شوي، چې  ۳ په غزني، ۳، په بلخ، یو تن په ننګرهار،  دوه دوه  تنه په پروان او  فاریاب او یو تن په بامیانو کې دي او په دې سره د ټولو مړو شویو کسانو شمېر ۸۵ تنو ته ورسېد.
 
دغه راز د عامې روغتیا وزارت ویاند دا هم و ویل، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې له دغه ناروغۍ څخه ۱۴ تنه ښه شوي هم دي، چې په دې سره له کرونا د روغو شویو کسانو شمېر ۳۴۵ تنو ته ورسېده.

د عامې روغتیا وزارت ویاند یو ځل بیا خبرداری ورکړ، چې کابل کې ده ویروس مخ پر زیاتېدو دی او که خلک جدي پاملرنه ونه کړي، ناورین به رامنځ ته شي.

جمهورخبري آژانس:محمد رقیب فیاض
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي