۰

پاکستان هم په افغانستان کې د اوربند غوښتونکی شو

دوشنبه ۱۵ ثور ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۴۶
پاکستان هم د روزې مبارکې میاشتې او کورنا په خاطر په افغانستان کې د اوربند غوښتنه کړې او له ښکېلو لورو یې غوښتي، چې جګړه ودروي.
پاکستان هم په افغانستان کې د اوربند غوښتونکی شو
پاکستان هم د روزې مبارکې میاشتې او کورنا په خاطر په افغانستان کې د اوربند غوښتنه کړې او له ښکېلو لورو یې غوښتي، چې جګړه ودروي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت یو ځل بیا ویلي چې د افغانستان د سولې له پروسې هر اړخیز ملاتړ کوي.

په اعلامیه کې راغلي، له یوې خوا د روژې مبارکه میاشت ده او له بلې خوا په ټوله نړۍ کې د کرونا ویروس له امله وبا ګډه شوې نو ځکه په افغانستان کې ښکېلو لورو ته په کار ده چې له جګړو لاس واخلي.

د سرچینې په خبره پاکستان تل د متحد او سوله ییز افغانستان غوښتونکی دی نو له همدې امله پر ښکېلو لورو غږ کوي چې په دې حساسو شرایطو کې اوربند او سولې ته تر هر څه ډېر لومړیتوب ورکړي.

پاکستان یو ځل بیا د سولې په برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړی دی.

د یادونې ده، چې تر پاکستان وړاندې ملګرو ملتونو، اروپايي ټولنې، ناټو او امریکا هم له طالبانو وغوښتل، چې د روژې او کرونا په خاطر بشري اروبند ته غاړه کېږدي خو طالبانو دغه غوښتنه رد کړې ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي