۰

ننګرهار کې د ملي هوايي ډګر د بنسټ ډبره کېښودل شوه

شنبی ۲۱ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۲۹
ننګرهار ولایت کې د ملکي هوايي ډګر د بنسټ ډبره کېښودل شوه، چې د چارواکو په وینا تر راتلونکو درې کلونو پورې به جوړ شي.
ننګرهار کې د ملي هوايي ډګر د بنسټ ډبره کېښودل شوه
ننګرهار ولایت کې  د ملکي هوايي ډګر د بنسټ ډبره کېښودل شوه، چې د چارواکو په وینا تر راتلونکو درې کلونو پورې به جوړ شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د دغه هوايي ډګر د بنسټ ډبره پرون جمعه د چنګاښ ۲۰ مه د ملکي هوايي چلند ادارې له خوا اېښودل شوې، چې  له ۳۶ تر ۴۰ میلیون ډالر پورې لګښت پرې راځي.

د افغانستان د ملکي هوايي چلند ادارې مشر قاسم وفايي زاده د ننګرهار د ښېوې ولسوالۍ په ګمبیري ډاګ سیمه کې د هوايي ډګر د بنسټ ډبرې ایښودلو پر مهال خبریالانو ته وویل، چې  دغه هوايي میدان به په دریو پړاوونو کې جوړېږي.

د نوموړي په وینا، لومړی به یې احاطه او امنیتي چارې وي، دویم پړاو رنوې او دریم پړاو به یې د یو ترمینل جوړېدل وي.

وفايي زاده وايي، د میدان تر ګټې اخیستنې پورې له ۳۶ څخه تر څلوېښت میلیون ډالر لګښت اټکل شوی دی او نړیوالې الوتنې به هم ترې کېږي.

په  ورته وخت کې د چارو ادارې مشر محمود فضلي هم ویلي، چې د هوايي ډګر کیفیت ته به ډېر پام کوي او په نړیوال سټنډرډ به جوړېږي.

د ننګرهار ښېوې ولسوالۍ اوسېدونکي او مدني فعال عبد الرحمن معاون وویل چې د کار کیفیت ته دې پام وشي او هېله یې دا ده چې په ټاکلي وخت یې چارې سر ته ورسېږي.

دوی وویل چې د سیمې خلک به د دغو کارونو سره خپلې همکارۍ ته دوام ورکړي.

جمهورخبري آژانس:ننګرهار
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي