۰
سرچینې:

د اختر اوربند په نااعلان شوي شکل تمدید شوی دی

پنجشنبه ۸ جوزا ۱۳۹۹ ساعت ۱۲:۲۰
د افغان حکومت او طالبانو سرچینې وايي، د اختر په ورځو کې اوربند په نااعلان شوي شکل د دواړو خواوو تر منځ تمدید شوی دی.
د اختر اوربند په نااعلان شوي شکل تمدید شوی دی
د افغان حکومت او طالبانو سرچینې وايي، د اختر په ورځو کې  اوربند په نااعلان شوي شکل د دواړو خواوو تر منځ تمدید شوی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د افغان حکومت یوې معتبرې امنیتي سرچینې ځینو رسنیو ته ویلي، له طالبانو سره د اختر درې ورځنی اوربند په نا اعلان شوي شکل ادامه لري او حکومت هم د اوربند غځېدل غواړي.

سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط ویلي، حکومت تر اوسه د دې نا اعلان شوي اوربند د تمدید په اړه رسمي اعلامیه نه‌ده خپره کړې.

په ورته وخت کې د طالبانو یوې سرچینې هم رسنیو ته منلې، چې د اختر اوربند د درې ورځو لپاره و، خو اوس دوی غواړي چې د تاوتریخوالي کچه ټیټه وساتي ترڅو د سولې په خبرو کې پرمختګ رامنځته شي.

دا په داسې حال کې ده، چې ملګرو ملتونو، اروپايي ټولنې، ناټو، امریکا، روسیې کاناډا، قطر او یو، شمېر نورو هېوادونو هم له دواړو لورو غوښتي، چې اوربند وغځوي او ژر تر ژره بین الاافغاني خبرې پیل کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي