د سره صلیب نړیوالې کمېتې په افغانستان کې د کرونا ویروس له ډېرېدو اندېښنه ښکاره کړي وايي، دا هېواد د یاد ویروس له امله د بشري ناورین سره مخ کېدونکی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه کمېتې پرون دوشنبې د غبرګولي ۱۲ مه ویلي، په افغانستان کې د کرونا ویروس په بې ساري ډول د زیاتېدو په حال کې دي.
د یادې کمېټې په وینا د کرونا د چټک خورېدو سره بله ستونزه دا ده، چې د یاد ویروس د ټسسټ لپاره هم وړتیا لږ ده او دا په دې مانا دی، چې زیات خلک له معایناتو پاتې کېږي.
نړیوال سره صلیب ویلي دي چې د څو لسیزو جګړو او شخړو وروسته په میلیونونو افغانان غذایي مصونیت نه لري او اوس د کوروناویروس د وبا د اقتصادي ستونزو سره هم مخامخ کړي دي.
د دغه سازمان په وینا دې کار افغانستان د بشري ناورین سرحد ته نژدې کړی دی.
د سره صلیب نړیواله کمېټه دا څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې په افغانستان کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۱۵۷۵۰ تنو ته رسېدلي، چې نېږدې دوه نیم سوه یې وژلي او کابو پنځلس سوه ترې جوړشوي دي.
جمهورخبري آژانس:کابل