د ولسمشر غني د دوه جلا حکمونو پر اساس مېرمن رنګینه حمیدي د افغانستان د پوهنې وزارت د سرپرستې او نوماند وزیرې په توګه ټاکل شوې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د چارو ادارې د دغه خبر پلخی کړی او ټینګار یې کړي، چې اغلې حمیدي به ډېر ژر په پارلماني چارو کې د دولت وزارت له لورې، ولسي جرګې ته ور وپیژندل شي.
د یادونې ده، چې ولسمشر غني تر اوسه پورې د بهرنیو چارو، ماليې، عامې روغتیا، اطلاعاتو او فرهنګ، ښځو چارو او ښار جوړونې وزارتونو لپاره نوماند وزیران معرفي کړي دي.
ښاغلي غني درې ورځې وړاندې د ولسي جرګې د اداري پلاوی سره کتنه کې ژمنه کړې وه، چې ډېر ژر به د وزارتونو د سرپرستۍ موضوع ته د پای ټکی کېږدي او نوي وزیران به ولسي جرګې ته ورمعرفي کړي.
جمهورخبري آژانس:کابل