۰

ننګرهار کې موټر بم برید ۱۱ تنو ته مرګ ژوبله واړوله

سی شنبه ۱۷ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۱۵:۰۹
سیمه ییز چارواکي وايي، ننګرهار ولایت کې د سیمه ییزه پولیسو پر یوه قوماندان موټر بم برید کې ۱۱ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
ننګرهار کې موټر بم برید ۱۱ تنو ته مرګ ژوبله واړوله
سیمه ییز چارواکي وايي، ننګرهار ولایت کې د سیمه ییزه پولیسو پر یوه قوماندان موټر بم برید کې ۱۱ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې برید نن سه شنبې د چنګاښ ۱۷ مه سهار شاوخوا ۱۰ بجې د یاد ولایت په کوز کونړ ولسوالۍ کې د سیمه ییزه پولیسو پر قوماندان میرزمان باندې شوې ده.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیانی وايي، په دغه برید کې قوماندان زمان او دوه ساتونکي یې وژل شوي او ۸ تنه نور ټپیان شوي، چې ملکي وګړي او  پولیس دي.

خوږیانی زیاتوي، چې  ټپیان روغتون ته د درملنې لپاره وړل شوي دي.
 
تر اوسه د دغه چاودنې مسوولیت چا نه دی اخیستی.

دا په داسې حال کې  ده، چې دوه ورځې وړاندې د ننګرهار ولایت د سره رود ولسوالۍ اجرائیه مدیر هم په یوه بمي چاودنه کې وژل شوی وو.

جمهورخبري آژانس:ننګرهار
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي